Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني ځواکونو د پښتون قومي عدالت جرګې لپاره لګول شوې خیمې سوځولې

پاکستاني ځواکونو د پښتون قومي عدالت جرګې لپاره لګول شوې خیمې سوځولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/03

په داسې حال کې چې د اکټوبر ۱۱ مې خیبر پښتونخوا کې د قومي عدالت لویې جرګې جوړېدو ته د تیاري هڅې روانې دي؛ تېره شپه ناوخته ګڼ شمېر پاکستاني پولیسو د قومي عدالت لپاره لګول شویو خیمو ته اور اچولی او د خوراکي توکو په ګډون یې ډېری وسایل غلا کړي دي.

د پېښې عیني کتونکي په خواله رسنیو کې وایي، پولیسو له کوم خبرداري پرته برید کړی او ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی وايي: « د پاکستان امنیتي ځواکونو، پولیسو او پوځ زموږ په خیمو برید وکړ، خیمې یې وسوځولې او ګڼ کسان یې ژوبل کړل.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل غړی وايي: « ملګرو ویل چې موږ به له امنیتي کسانو سره کېنو او خبرې به وکړو، خو کله چې را ورسېدل سملاسي یې برید پيل کړ او ګڼ کسان یې ژوبل کړل.»

د پښتون ژغورنې (پي ټي اېم) غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د پولیسو له لوري دا ډول کړنې یې د پښتنو د عدالت لپاره د پلان شوې جرګې په ترسره کولو کې خنډ نه شي جوړولی او له ځوانانو یې غوښتي چې یادې سیمې ته له بسترو او د اړتیا وړ لومړنیو توکو سره لاړ شي.

منظور احمد پښتین زیاته کړې: « شپې ناوخته په انتظامي جرګې کمپ باندې برید کې د ملګرو خېمې سوځول شوې، د اړتیا وړ سامان د پېښور پولیسو وړی؛ خو میدان اوس هم زموږ په واک کې دی. د ولسونو او مشرانو ننګ ته سلام چې په نیمه شپه هم ګراونډ ته راغلل، دلته ټولو ځوانانو ته وایو چې نن د ننګ ورځ ده، له بسترو او د اړتیا وړ سامان سره میدان ته راشئ. که د نړۍ ټول طاقتونه سره یوځای شي او د جرګې ناکامولو هڅه وکړي، د الله (ج) په فضل سره به د پښتنو جرګه ترې کوو.»

آزاد خبریال جعفر زکوړی وايي: « د پښتوخوا پولیسو د شپې په ۲ بجو برید کړی. په دې برید کې د پي.ټي.اېم زیات شمېر ملګري د اوښلن ګاز له امله ژوبل شوي او روغتون ته لېږدول شوي. د پښتونخوا اعلی وزیر امین ګنډاپور له منظور پښتین سره کتلي او هغه ته یې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړې.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نور غړي بیا وایي، له هغې راهیسې چې منظور پښتین د دې غونډې اعلان کړی، د پاکستاني ځواکونوله لوري د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ډېر نورغړي په بېلابېلو پلمو نیول شوي. د دوی په خبره، د ریاست دغه ډول هڅې شرمناکې دي او د پرمختګ مخه نه شي نیولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي پښتونخوا مشر نور باچا وايي: « څرنګه چې د هرې ورځې په تېرېدو جرګه را نیږدې کېږي، ریاست لګیا دی ناکامې هڅې یې پيل کړې او د جرګې د مخنیوي هڅې کوي. تېر ماښام یې په خیبر کې د جرګې پر خېمو برید کړی او زموږ ملګري یې ژوبل کړي او نیولي دي. موږ ریاست ته واضېح ځواب ورکوو، که هر څومره مزاحمت وکړی، دا جرګه به ترسره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له مودو راهیسې د یاد غورځنګ غړي او نورسلګونه پښتانه په ناڅرګندو وسله والو بریدونو کې په نښه او وژل کېږي؛ خو پي ټي اېم له لوري د دې غورځنګ د غړو او ټولو پښتنو د وژنې ګوته د پاکستان امنیتي اداروته نیول کېږي.

د روان کال د جولای په دوولسمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اکتوبر په ۱۱ مه د پښتنو قومي عدالت جرګې د جوړېدو خبر د یاد غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist