Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستاني پوځ پر ډیورنډ فرضي کرښې څار زیات کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/19

پر پاکستاني پوځیانو له څو خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان پوځ له افغانستان سره نږدې د ډیورند فرضي  کرښې په اوږدو کې یې عملیات پيل کړي دي. 

لودیځو رسنیو کې دپاکستاني چارواکو له قوله ویل شوي،چې پاکستان هوډ لري،قبایلي سیمې د مرکزي حکومت تر حاکمیت لاندې راولي او پر کرښه دا غزن تار غځولو درېدلې چارې بشپړې کړي.

د پوځي چارو شنونکي وايي،پاکستان له خپل دوه مخي سیاست نه دی اوښتی او غواړي،د نړیوالو له هغو نیوکو ځان خلاص کړي،چې له کلونو راهیسې د ترهګرۍ په روزلو او تمویل تورن دی.

پخوانی پوځي توریالی ځاځی  وايي:« د پاکستان بنسټ په دروغو ایښودل شوی دی او دا څه ترهګرې ډلې چې دي، په پاکستان کې روزل شوي او روزل کیږي. دا اوس  ټولې نړۍ ته جوته شوې ده،د همدې لپاره چې اوس له دغو ټولو بشري جنایتونو ځان خلاص کړي او خپل هغه اعمال،چې ترننه پورې یې ترسره کړي د افغانستان په موجوده حکومت اړوي.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا په دې باور دی،د دې لپاره چې پاکستان پر ډیورنډ  فرضي کرښه د اغزن تار غځیدو پروژه بشپړه کړي،پخپله خاوره او قبایلي سیمو کې یې مصنوعي ناامني جوړه کړې او پلان شوي بریدونه ترسره کوي .

ځلاند زیاتويي:» پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دوه رنګه منافقانه سیاست خپل کړی دی. په پاکستان کې چې کوم څه روان دي،هغه ټول سیستماتیک دي. دوی له دې لارې غواړي،چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو  کې اغزن تار لا وغځوي او بشپړ یې کړي.  د دې تار د ساتلو لپاره طالب چارواکي اړ کړي،چې له دې  په ګډه ساتنه وشي،له دې امله وخت ناوخته له مخکې نه جوړ شوي مصنوعي بریدونه د دې هیواد په خاوره کې کېږي.» 

پوځي شنونکي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد استازي وروستۍ ادعاوې چې ګواکې له افغان خاورې  وسله‌وال  ور اوښتي بې‌اساسه بولي او له  دغه ډول ادعاوو سره غواړي،د اغزن سیم غځولو لړۍ بشپړه کړي.

پوځي شنونکی سرور نیازی وايي:« پاکستان په خپله د وسله والو روزنګی پالونکي او د وسله والو ډلو ځاله ده او دا هسې بهانې دي. پاکستان غواړي،په دې بهانو پر  ډيورند فرضي کرښه اغزن تار بشپړ کړي.» 

د افغانستان ملي دفاع وزارت  سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد بیا وايي، دمګړۍ پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن دتار غځول یې بند کړي او په دې اړه سلا مشورې روانې دي او د مشرتابه له پریکړې سره سم به په دغه برخه کې اقدام وکړي .

په تیرو دوه میاشتو کې د ننګرهار،کندهار،نیمروز، کونړ او تازه په خوست ولایت کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان او  پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اغزن تار غځولو پرسر نښتې هم شوي دي،چې له ځینو سیمو  د اسلامي‌امارت ځواکونو اغزن سیم را ټول کړی دی.

پاکستان ځواکونو د چهارشنبې په شپه پر کونړ راکټي بریدونه هم کړي،چې د اسلامي‌امارت ځواکونو لخوا په توپچي بریدونو ځواب ورکړل شوی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist