Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني رسنۍ: د پي.او.آر کارت لرونکو افغان کډوالو برخلیک ناڅرګند دی

پاکستاني رسنۍ: د پي.او.آر کارت لرونکو افغان کډوالو برخلیک ناڅرګند دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د استوګنې موده پای ته رسېږي چې په دې هېواد کې د ثبت شویو کډوالو په توګه اوسېږي او (پي.او.آر) کارتونه لري.

راپور کې ویل شوې، د دغو کډوالو قانوني موده د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده او له دې وروسته یې برخليک نا څرګند دی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د دغو راجسټر شویو کډوالو د تثبیت کارت‌ لرونکو موده به وغځول شي او که نه.

له دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګني د پاکستان حکومت غواړي د (پي.او.آر) کارت‌ ‌لرونکو افغانانو د مېشتېدنې موده له درېیو تر شپږو میاشتو پورې وغځوي.

په خیبر پښتونخوا کې مېشت افغانان له پاکستان غواړي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

د دوی په خبره، په دومره لنډه او تنګه موده کې نه ‌شي کولی خپل کاروبار ټول او له پاکستانه ووځي.

په پاکستان کې دېره افغان مجاهد شینواری وايي: « افغان کډوالو دلته ۴۶ کاله اوږده زندګي کړې، اوس دلته کاروبار لري او له خلکو سره یې پیسې دي. زما په نظر، که افغان کډوالو ته پنځه کاله وخت هم ورکړي، دا به کم وي؛ ځکه د دوی کاروبارونه په شپږو میاشتو کې نه شي راټولېدای.»  

دا راپورونه داسې مهال دي چې له څه مودې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل زیات شوي او د دې ترڅنګ په یاد هېواد کې د افغانانو د نیولو او بندي ‌کولو راپورونه هم زیات ورکړل شوي دي.

پاکستاني چارواکو بار بار ټینګار کړی چې دوی به له خپلې خاورې او خيبرپښتونخوا ټول افغانان وباسي.

له خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، هره ورځ د ماشومانو په ګډون له ۲۰ تر ۳۰ زرو افغانان له ايرانه هېواد ته راستنېږي او د دوی اړتیاوې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

د افغانستان لپاره د يونیسف استازي تاج‌الدین اویوال ویلي: « د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې له ایران د اسلام کلا له لارې تر ۱۶۰ زرو زیات افغانان بېرته هېواد ته  راستانه شوي چې په ورځني ډول شاوخوا ۲۰زره کسان کېږي. د دوی په منځ کې څلورمه برخه یې کوچني ماشومان دي. موږ هلته د دوی لپاره د خوړو، روغتیا او نورو مهمو اړتیاوو په برخه کې خدمات وړاندې کړي.»

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ له چټکتیا سره هم‌مهاله، د سرپرست حکومت چارواکو له ایران غوښتي چې له افغان کډوالو سره اسلامي او انساني چلن وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، ګاونډي هېوادونه د خپلو موخو په تعقیب غواړي چې پر افغان کډوالو د فشار له لارې خپلې سیاسي غوښتنې پر افغانستان ومني.

د سیاسي شنونکی زلمی افغانیار وايي: « سره له دې چې د مهاجرت موضوع نړیواله موضوع ده، خو د افغانستان ګاونډیو هېوادونه هغه سیاسي کړې. د پاکستان واکمنانو په تېرو ۴ کالو کې د خپلو سیاسي موخو د تپلو لپاره، پر افغان کډوالو اعظمي فشار راوستی او بې کچې ډېر یې اخراج کړي دي. اکثریت هغه افغان مهاجرین چې د نړیوالو ادارو کارتونه لري، هغو ته هم اهمیت نه ورکوي او را شړي یې.»

له پاکستان سربېره له ایرانه هم د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي.

د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو پنځو ورځو کې له ایرانه تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان راستانه شوي دي.

بله خوا، د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافع نړیوالو بنسټونو ویلي، له پاکستان او ایران په راستنو شویو کډوالو کې ډېری هغه یې په جبري توګه له یادو هېوادونو را ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist