Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پانګوالو او سوداګرو له پاکستان سره د تجارت محدودولو په تړاو د حکومت له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ

پانګوالو او سوداګرو له پاکستان سره د تجارت محدودولو په تړاو د حکومت له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

په کور دننه یو شمېر پانګوالو او سوداګرو د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې به یې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې محدودې شي. 

پانګوال له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې ناانډوله او د دې هېواد د ګټو پر بنسټ بولي. دوی وایي، چمتو دي چې په هره بیه له پاکستان سره روانه یو اړخیزه سوداګري پای ته ورسوي او پر ځای یې بدیلې لارې غوره کړي.

پانګوال عبدالغفور احمدزی وايي: « زما کانټینر په چمن کې ولاړ دي، خو زه وایم زما کانټینر دې بېخي را نه شي مګر دا لاره د بنده شي او قاطع د بنده شي. حتا په دې راضي یم چې ته هلته ولاړ مالونه دې وسوځېږي، خو دا لاره دې داسې بنده شي چې بیا خلاصه نه شي. دا د افغانستان په ګټه ده، موږ اوس خپل دوست او دوښمن پېژندلی او پوهېږو چې په دې لاره موږ ته ضرر رسېږي.»

پانګوال محمد یونس ځدراڼ وايي: « پاکستان هېڅکله افغانستان سره د تجارت په برخه کې صادق نه دی او نه هم مخکې وو. موږ د راتلونکي لپاره هم ډاډمن یو چې له پاکستان باید د صداقت او ملګرتیا تمه ونه شي. دا ډېره اړینه ده چې افغان سوداګر د نورو بدیلو لارو په کارولو سره قراردادونه وکړي. حکومت هم باید په دې برخه کې تجارانو ته زمینه، همکاري او اسانتیاوې برابره کړي.»

د حکومت له لوري له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو محدودولو په اړه وروستۍ پرېکړه کې له دې هېواد څخه د درملو او روغتیایي توکو د وارداتو یادونه هم شوې. ډاکټران وایي، له پاکستان واردېدونکي بې‌کیفیته درمل په هېواد کې پر ډاکټرانو د بې ‌باورۍ اصلي لامل دی.

ډاکټر محمد عثمان خوستی وايي: « باید ووایم چې بدبختانه زموږ یو شمېر تجاران افغانستان ته د درملو په ځای نور بې کیفیته مواد واردوي او دا زموږ پر ډاکټرانو د باور کمېدو لامل کېده. د دې لپاره چې د خلکو درملنه په ښه توګه وشي، باید ښه درمل هم ورکړل شي او دا درمل باید د پاکستان په ځای له نورو معتبرو هېوادونو څخه وارد شي.»

بله ‌خوا، یو شمېرعام هېوادوال هم د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي او خوښي څرګندوي چې بالاخره به پر افغان کروندګرو او د دوی پر محصولاتو د پاکستان له لوري له بې ‌درېغه زور زیاتي په امان شي.

د کابل اوسېدونکی مبارز وايي: « کله چې زموږ تازه مېوې ورسېږي، پاکستان لارې بندې کړي، خو کله چې د دوی د مېوو وخت شي، بېرته لارې خلاصې کړي. زه وایم که دا لاره په بشپړه توګه بنده شي، ډېره به ښه شي.»

د کابل اوسېدونکی سیدجلال وايي: « د پاکستان حکومت تل له موږ سره دوه مخی چلن کوي. نورې بدیلې لارې هم شته او حکومت باید له نورو ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي.»

همدارنګه، د اقتصادي چارو شنونکي بیا پاکستان تورنوي چې د سیاسي اړیکو ترڅنګ له افغانستان سره په سوداګرۍ کې هم صادق نه‌ دی او په خبره یې، له دې هېواد سره باید د سوداګریزو اړیکو د پرېکون پرېکړه ډېره پخوا شوې وای.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « دا پرېکړه باید پخوا شوې وای، ځکه افغانستان د پاکستان له خاورې ډېرې متضرر شوی، که دا په سیاست کې ده، که په تجارت کې او یا هم په اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو کې. په تجارت کې د بدیلو لارو لټول او د نورو مارکېټونو انتخاب هغه څه دي چې کولی شي افغانستان په اقتصادي لحاظ د پاکستان له منګولو خلاص کړي. موږ بهر ته د لارو کافي فرصتونه لرو، د مثال په توګه د ایران بندرونه دي، له چین سره د واخان بندر دی، د مرکزي اسیا لارې او د رېل کرښې دي او دغه راز هوايي دهلېزونه هم شته دي. افغان سوداګر کولی شي خپل توکي له دغو لارو منځني ختیځ او اروپا ته ورسوي.»

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال له لوري افغان پانګوالو او سوداګرو ته سپارښتنه وشوه چې د سوداګرۍ لپاره د پاکستان پر بدیلو لارو غور وکړي. ملابرادر اخوند افغان سوداګرو ته په څرګند پیغام کې درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستان سره خپل ټول قراردادونه پای ته ورسوي او خپل حسابونه تصفیه کړي.

برادر دغه راز د افغانستان مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې چې له پاکستان څخه واردونکې تجارتي توکي محصول نه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist