Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاملرنه موسسه افغانستان کې د روغتیا او تغذیې برخو کې بیا فعالیت پيل کوي 

admin by admin
2023/01/18

یوه ورځ وروسته له هغې،چې د ماشومانو ساتنې موسسې(سېف د چیلډرین) په ځینو برخو کې افغانستان کې د بیا فعالیت خبر ورکړ، تازه پاملرنې نړیوالې موسسې هم یوه خبرپاڼه کې ویلي،دروغتیا او تغدیې برخو کې بیا فعالیت پيل کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې  د ا.ا له لوري ډاډ ورکړل شوی،چې ښځینه کارکوونکې یې له کوم محدودیت پرته خپلو چارو ته دوام ورکولی شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ په افغانستان کې د عامې روغتیا له وزارت د اړینو ډاډونو له ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد کې خپل روغتیايي او تغذیه عملیات بیا پیل کوو. زموږ ښځینه کارکونکې به وکولی شي،چې د ټولنې پر کچه او ملاتړي رولونو کې خپل کارونه په خوندي او بې له خنډه ترسره کړي.» 

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې چې له ښځینه کارکونکو پرته افغانستان کې کار نه شي کولی او افغانستان کې روان بشري ناورین ته په کتو به  د روغتیا او تغذیې برخو کې اغېزمن عملیات کوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« زموږ ښځینه همکارانې  د سازمان یوه مهمه برخه ده. موږ نه شو کولی، له دوی پرته کار وکړو. موږ په افغانستان کې روان بشري ناورین په پام کې نیولو سره د روغتیا او تغذیې عملیاتو برخه کې بیا فعالیت پیل کوو.» 

پاملرنه موسسه په افغانستان کې له ۱۹۶۱ زېږدیز کال راهیسې په بشري،  د ښځو پياوړتیا، زده کړو او ماشومانو روغتیا برخه کې فعالیت کوي.

یادې ادارې غوښتنه کړې،چې سرپرست حکومت دې خپله پرېکړه بېرته واخلي، او دوی دې پرېږدي،چې په ټولو برخو کې افغان مېرمنو او نجونو ته خپل خدمات ورسوي.

د خبرپاڼې یوه برخه: هېله من یو،چې وروستي بندیزونه بېرته واخېستل شي‎. موږ په ورته وخت کې د پرمختګونو او حل لارو چارو په لټه کې یو. دواړه ښځینه او نارینه کارکونکي باید اجازه ولري چې ټولو سکتورونو کې  او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو ته د ژوند ژغورونکو عملیاتو برخه شي.» 

بل خوا عام افغانان هم د نړیوالو مرستندویه ادارو د بیا فعالیت څخه خوښ دي او وايي، په دې بد اقتصادي وضعیت کې باید له افغانانو سره مرستې وشي.

شااوخوا درې اوونۍ وړاندې سرپرست حکومت افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غېر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ،چې ورسره یو شمېر موسسو خپل فعالیت وځنډاوه.

دوی له چارواکو غواړي،چې افغانستان کې د ښځینه کارکونکو پرته اغېزمن فعالیت نه شي کولی،خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دا بندیزونه لنډمهاله دي او د ښه چاپیریال په برابرولو کار کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist