Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاسپورټ ریاست: د پاسپورټ اخیستلو غوښتنې کمې شوې

پاسپورټ ریاست: د پاسپورټ اخیستلو غوښتنې کمې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/16

تېر کلونو کې د ګڼې ګوڼې زياتوالي له امله د پاسپورټ ترلاسه کول سخت کار و، خو اوس د پاسپورټ رياست مسوولین وايي، د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د متقاضيانو شمېر څو برابره کم شوی.

دوی د غوښتونکو د شمېر کموالي لامل په تېر کې خلکو ته په زياته پيمانه د پاسپورټ وېشنه ګڼي او دغه راز زياتوي چې اوس ‌مهال ځکه خلک د پاسپورټ اخيستلو لپاره په بېړه اقدام نه کوي چې د ترلاسه کولو په اسانېدو سره يې ژر ترلاسه کولی شي.

د پاسپورټ ریاست ویاند قاري عمري لوګری وايي: « د پاسپورټ لوی ریاست په تېرو درېیو ماشتو کې ۲۶۲ زره پاسپورټونه هېوادوالو ته وېشلي دي. په دې پاسپورټونو کې ورک شوي، سوځېدلي او نوي پاسپورټونه شامل دي.»

نوموړی زیاتوي، تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په ورځني ډول ۵ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي.

 د ده په خبره، د لا زياتو اسانتياوو په موخه په پاسپورټ کې د عمر او نوم اصلاح لپاره د برېښنايي تذکرو سيسټم د پاسپورټ له سيسټم سره نښلول شوی.

د پاسپورټ ریاست ویاند په دې اړه وايي: « د تېر په پرتله د پاسپورټونو د وېش مقدار تر ټولو ټیټې کچې ته راغلی. هېوادوال کولی شي په نورمال شکل راشي او پاسپورټ ترلاسه کړي. په تېرو کالو کې موږ هره ورځ تر ۱۰ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل، خو اوس د ټول هېواد په کچه په ورځني ډول له ۴ تر ۵ زرو پاسپورټونه وېشل کېږي. همدارنګه د وېزو وېش هم د پاسپورټ ریاست پر غاړه دی او په تېرو دوو میاشتو کې بهرنیو وګړو ته تر ۲۶۰۰ وېزې وېشل شوې دي چې په کې سیاحتي او کاري وېزې شاملې دي.»

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، تېرو دوو میاشتو کې بهرنيو وګړو ته نږدې ۳ زره وېزې هم ورکړل شوې او دا پروسه يې اسانه کړې ده.

له دې سره هم مهاله، د پاسپورټ غوښتونکي د پاسپورټ ترلاسه کولو کې له رامنځته شویو اسانتیاوو خوښ دي او د لا ډېرو اسانتياوو غوښتنه کوي.

د پاسپورټ غوښتونکی کفایت الله وايي: « مخکې ستونزې وې، خو اوس هرڅه سم دي او پروسه په ډېره ښه توګه روانه ده. کله چې د پاسپورټ غوښتنه وکړې او وخت ته درته تعیین کړي، په هماغه ټاکل شوي وخت پاسپورټ درکوي.»

د پاسپورټ غوښتونکی عبدالوکیل وايي: « پخوا به په شپو شپو تکلیفونه تېرېدل او ډېر وخت ته اړتیا وه، خو اوس کولی شو په یوه ساعت کې د خپل پاسپورټ قانوني پړاوونه طی کړو او پاسپورټ ترلاسه کړو.»

د پاسپورټ رياست مالومات ښيي چې تېر لمریز کال کې له دوه میلیونو او۲۰۰ زرو زیات پاسپورټونه هېوادوالو ته وېشل شوي دي او په دې موده کې د پاسپورټونو وېش له لارې، څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید هم راټول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist