Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/08

د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو د یوه خبری کنفرانس له لارې په تېر کال کې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

 د پاسپورټ رییس وایي، تېر ته په کتو اوس مهال په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او په خبره يې هر څوک کولی شي په یو ساعت کې دننه پاسپورټ ترلاسه کړي.

عبدالکریم حسیب په تېر کال کې د وېشل شویو پاسپورټونو شمېر ۲ میلیون او ۲۰۰ زره ټوکه يادوي چې په خبره يې، له دې درکه څه باندې ۱۳ میليارد افغانۍ عوايد هم راټول شوي دي.

حسیب زیاتوي: « تېرکال ۲ میلیونه، ۲۷۲ زره ۳۸۴ پاسپورټونه وېشل شوي چې له امله یې د ۱۳ میلیارده افغانیو په شاوخوا کې عواید راټول او د افغانستان بانک خزانې ته تللي دي.»

د پاسپورټ عمومي رییس وايي، د ستونزو حل لپاره يې په کابل او ولايتونو کې د پېژندپاڼو یا تذکرو سیسټم د پاسپورټ له سيسټم سره نښلولی او په دې توګه يې پاسپورټ ترلاسه کولو پروسه خورا اسانه کړې ده.

د پاسپورټ ریيس د مالوماتو له مخې، ياد رياست په ورځنۍ توګه د۵۰ زره پاسپورټونو وېشلو ظرفيت لري او په خبره يې، په اوس وخت کې په ورځنۍ کچه شاوخوا ۵ زره پاسپورټونه د کابل په شمول په ټولو کې ولايتونو کې وېشل کېږي.

حسیب په دې اړه وايي: « موږ د خپلو کارکوونکو او سیسټم ظرفیت دومره لوړ کړی چې که څوک وغواړي، موږ په ورځ کې د ۵۰ زرو پاسپورټونو د چاپ ظرفیت لرو؛ په دې برخ کې هېڅ ستونزه نه شته او موږ یې عمل کې ثابتولی شو. هرڅوک، هرکله د ورځې په هر وخت کې راتللی او خپل پاسپورټ ترلاسه کولی شي.»

په ورته وخت کې حسیب وايي، تېرو درې نیمو کالو کې د پاسپورټ په وېش کې د جعل او کمېشن ‌کارۍ له امله څه باندې ۲۰۰ کسان نيول شوي او په دې توګه په ياد رياست کې د فساد کچه صفر ته ټیته شوې ده.

هغه زیاتوي: « په اول وخت کې په دې پروسه کې ځینې کسان وو، کېدای شي له ۸۰ تر ۱۰۰ یا ۲۰۰ کسان نیول شوي دي. کله چې زه دې ریاست ته راغلی یم، د کمېشن کارانو کچه بېخي ټیټه شوې او په اوس وخت کې د جعل کچه صفر ده.» 

په ورته وخت کې د پاسپورټ غوښتونکي هم د پاسپورټ اخيستلو په برخه کې له رامنځته شویو اسانتياوو خوښ دي.

پاسپورټ اخیستونکی محمد حنیف وايي: « موږ تېر کال هم د پاسپورټ اخیستلو ته راغلي وو، په یوه کال یا شپږو میاشتو کې پاسپورټ اخیستل کېده. اوس تقریبا ً په څلورو ورځو کې اخیستل کېږي. موږ په دې اړه له اسلامي امارت خوشاله یو.»

پاسپورټ اخیستونکی جمشېد وايي: « زما کارونه چې څومره ژر وشول، ما یې هېڅ تصور نه شو کولی. ما فکر نه کاوه چې زه به ځم او په یوه یا دوه ساعتونو کې به پاسپورټ اخلم. ما سره عاجل ناروغ دی، له روغتون مو مکتوب راوړ، کارونه ډېر اسانه وشول. اصلي خبره دا ده چې باید په اسنادو برابر راشې، چې اسناد دې بشپړ وي، هېڅ ستونزه نه شته.»

له دې وړاندې د پاسپورټ ریاست د پاسپورټ ترلاسه کولو لړۍ اسانه کولو په موخه د کابل په دارالامان، قلعه زمان خان او تره ‌خېلو تنګي کې نوي مرکزونه پرانيستل چې هر مرکز يې په ورځنۍ کچه ۲زره کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist