Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټولګټو وزارت: پکتیا کې د نیمګړو پروژو ارزونه پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/15

د ټولګټو وزارت یو پلاوی د پکتیا ولایت ته تللی او هلته یې د  احمد اخېلو، اریوب ځاځیو او میرزاکې ولسوالیو کې د یو شمېر نیمګړو پروژو لېدنه کړې.

یاد وزارت وايي، پکتیا کې  د نیمګړو پروژ ارزونه پیل  شوې  او راتلونکي کال به د هغه پروژو چارې پیل شي،چې کیفیت یې ښه وي. 

د ټولګټو وزارت استازی حجت الله عباس وايي:« د اندراب ، نړیوال بانک ، اسیایي بانک ، فیمو او حفظ او مراقبت پژوژې په دې پنځو کټګوریو کې ارزو. وروسته پرې وزارت تصمیم نیسي او چارې یې پیل کوو.»

د پکتیا ټولګټو ریاست مشر  عبدالمتین حماس وایي، د ګردیز ـ پټان ، ګردیز زرمت او احمدخیلو ـ اریوب ځاځیو سړکونو جوړولو یې لوړمړیتوب دی او راتلونکی کال به یې د جوړیدو چارې پیل شي .

حماس زیاته کړه:« د پټان ـ ګردیز سړک باید جوړ شي دا مو لومړیتوب دی او تر څنګ یې د زرمت او احمدخیلو او اریوب ځاځیو سړکونه دي،چې ان شاالله راتلونکی کال به پرې کارونه پیل کړو.» 

د اریوب او احمدخیلو ولسوالیو یو شمیر اوسېدونکي بیا وايي،څو ځله یې د سړک او ځینو نورو پروژو سروې او ارزونه ترسره شوې،خو عملي کار پرې نه دی پیل شوی .

د  احمد خېلو ولسوالۍ  یو تن اوسېدونکی وايي:« سړکونه مو خراب دي،څو ځله احمدخېلو ولسوالۍ کې د سړکونو او نورو پروژو ارزونه او سروې شوې،خو تر اوسه پورې مو عملي کار نه دی لیدلی،چې پیل شوی وي.» 

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی بیا وايي:« موږ اریوب ځاځیو ولسوالیۍ کې د بندونو،سربندونو ، کاریزونو او استنادي دیوالونو برخه کې کار ته اړتیا لرو او باید کارونه راته ترسره شي.» 

د ټولګټو چارو وزارت پلاوی وایي، احمدخېلو ، میرزاکې او اریوب ځاځیو ولسوالیو کې د یو شمیر شرکتونو کار ورته د منلو نه دی او راتلونکی کال به یې په ښه کیفیت پیل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist