Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټولګټو وزارت: وروستیو واورو یو شمېر مرکزي او شمالي ولایتونو کې لارې بندې کړې

ټولګټو وزارت: وروستیو واورو یو شمېر مرکزي او شمالي ولایتونو کې لارې بندې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/21

په تېرو درېیو ورځو کې نږدې د ټول هېواد پر کچه ورښتونو او په ځانګړې توګه واورې و ورېدې.

که څه هم یو شمېر خلک د واورې ورېدو ته خوښ دي، خو ډېرو نورو په تېره بيا په لرې پرتو سيمو کې مېشتو خلکو ته یې ستونزې هم زېږولې دي.

د ټولګټو چارو وزارت وایي، په ګڼو مرکزي او شمالي ولايتونو کې نښلوونکې لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله بندې شوې دي.

 د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « همدارنګه د غور، غزني، بامیانو، دایکنډي، سرپل او فاریاب ولایتونو ځینې لارې او مسیرونه د واورې ورښت له امله د لنډ مهال لپاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي. د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو پرسونل له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ په یادو ولایتونو کې پر واورو پاکولو بوخت دي، ترڅو د ورځې په جریان کې یو شمېر لارې له واورو  پاکې او د ټرافیکو پرمخ پرانیزي. همدارنګه د هېواد یو شمېر مسیرونه چې د واورو له امله په لنډمهاله توګه تړل شوي وو، د ټولګټو وزارت د ساحوي پرسونل له خوا بېرته پرانیستل شوي دي.»

د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لارو خلاصولو او خلکو ته د اړينو مرستو په رسولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د کاپیسا اوسېدونکی منصور عمري وايي: « دا واورې د هغو بزګرانو لپاره ډېرې ښې دي چې کرنیزې ځمکې یې د اوبو نه لرلو له امله شاړې پاتې دي. د دې واورو منفي اغېز هم شته؛ ځکه لارې بندوي او خلک نه شي کولی له یوه ځایه بل ځای ته لاړ شي.»

د بغلان اوسېدونکی مجیب الرحمن وايي: « همدارنګه خلکو له دې واورو ځاني او مالي زیانونه ګاللي. له اسلامي امارت غوښتنه لرم، په دې اړه جدي پاملرنه وکړي او خپلې مرستې ژر تر ژره ورسوي.»

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولین وایي، د وروستيو واورو او سړې هوا له امله يو کس د بدخشتان په قاحان ولسوالۍ کې ژوند بایللی.

د دې ادارې وياند ملا جانان سایق وايي، په ټول هېواد کې له څه باندې۳۰زرو اړمنو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې شوې دي.

سايق زیاتوي: « له لومړۍ نېټې تر اوسه له ۳۳ زرو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو او نغدي مرستې وېشل شوې دي. همدارنګه د وېش لړۍ اوس هم روانه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا)  په خپل وروستي راپور کې ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې د دې هېواد په ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سختې سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist