Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پریکړه غندلې

ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پریکړه غندلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/27

د امریکا ولسمشر د کابل په هوایي ډګر کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو د څلورمې کالیزې په مناسبت غونډې ته ویلي، دا پېښه د امریکا په تاریخ کې د یوې شرمونکې او احمقانه پرېکړې له امله وشوه.

ډونالډ ټرمپ د هغو ۱۳ امریکايي سرتېرو چې د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو پر مهال د داعش په برید کې ووژل شول، د درناوي په اړه یو فرمان هم لاسلیک کړ.

اې.پي خبري اژانس لیکلي، ټرمپ د وژل شویو عکسرو د شاوخوا ۳۵ خپلوانو په مخکې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ته ګوته ونیوه او د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې ۲۶مې نېټې پېښه یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ورځ احمقانه وبلله.

ټرمپ په دې اړه ویلي: «هغه رښتیا هم یوه سخته ورځ وه، زموږ د هېواد په تاریخ کې یوه شرمونکې او احمقانه ورځ. موږ له دغې ورځې ډېر څه زده کړل؛ خو باید ووایم چې دا ډول پیښه نه باید شوی وای، ځکه موږ یې باید مخنیوی کړی وای.»

په دې برید کې چې د کابل هوايي ډګر ختیځې دروازې (ابي ګېټ) مخې ته وشوه، تر۱۰۰ډېر افغانان هم په کې ووژل شول.

 د چارو څارونکي وایي، ډېری امریکایي وګړي هم په دې باور دي چې دا پېښه د امریکایانو لپاره شرمونکې وه.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل، د امریکا په تاریخ کې یوه غټه حادثه ده او اکثریت امریکايي او په ځانګړې توګه هغوی چې د امریکا د حیثیت په اړه خبرې کوي، له افغانستانه په دې ډول وتل د امریکا د دبدبې او حیثیت لپاره یوه شرمناکه حادثه بولي.»

یو شمېر نور د چارو څارونکي بیا وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ هڅه کوي چې په کور دننه او بهر خپلو پلویانو او سیالانو ته پیغام ورسوي.

د دوی په خبره، له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل او دلته د وتلو پر مهال د کابل هوایي ډګر په برید کې د امریکایي سرتېرو وژل کېدل، هغه پېښې دي چې ټرمپ یې بیا بیا د خپلو سیاسي موخو لپاره کاروي.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « نه یوازې امریکايي عسکر چې په دې تروریستي حمله کې ووژل شول، لسګونه افغانان هم په کې شهیدان شول. دوی دا پېښه د دې لپاره یادوي چې له یوې خوا ټرمپ په کور دننه خپل مخالفین تر فشار لاندې راولي او وايي چې دوی غلطۍ کړې او حکومتداري یې نه شو کولی، له بلې خوا زموږ حکومت هم دېته متوجه کوي چې موږ لاهم د افغانستان په اړه فکر کوو.»

د جوبایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو هغه مهالوېش عملي کاوه چې د مذاکراتو پيل یې د ټرمپ پخوانۍ ادارې پرمهال له اسلامي امارت سره په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist