Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټرمپ: هند دې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې برخه واخلي

admin by admin
2019/08/22

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې امریکا اووه زره میله لرې په افغانستان کې جګړه کوي، خو د هند او پاکستان په شمول افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د یو شمېر هېوادونو جګړه کمرنګه ده.

ټرمپ ویلي چې د داعش خلافت یې سل سلنه له منځه وړی او هغو نورو هېوادونو کې چې داعش سر راپورته کړی؛ هلته هم تر ډېره ځپل شوي دي.

ټرمپ زیاته کړې، فکر نه کوي چې د نورو نولس کلونو لپاره افغانستان کې پاتې شي، ځکه چې داعش یې ځپلی او باید چې هند، ترکیه، روسیه ایران او پاکستان هلته جګړه وکړي.

ټرمپ دا هم ویلي چې سربېره پر دې چې هند او پاکستان افغانستان ته نږدې دي، خو هند هلته هېڅ جګړه نه کوي او پاکستان ډېر لږ په جګړه کې ښکېل دی.

له دې سره ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هم به سوله راځي او هم به ټاکنې پر خپل وخت کېږي.

ولسمشر غني چې تېره شپه یې د دارالامان ماڼۍ پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې ویلي، اوس هغه وخت تېر شوی چې د افغانانو برخلیک به نورو ټاکلو.

دده په خبره اوس خلک پوهېږي چې څه یې د هېواد په ګټه دي او څه یې په زیان.

نوموړي دا هم وویل چې افغان حکومت د سولې د روانو خبرو له ټولو جزیاتو خبر دی، خو ځکه چوپ دی چې له طالبانو سره یې مخامخ خبرې نه دي پيل کړې.

دده په وینا دوی به د سولې ټول جزیات له ملت سره شریکوي او هېڅ شی به له افغانانو پټ نه ساتل کېږي.

نوموړي یو ځل بیا وویل، چې د افغانانو دښمنان، عام وګړي، مېرمنې، ماشومان او عامه تاسیسات په نښه کوي او افغان ځواکونه یې پر وړاندې هر ډول مبارزې ته تیار دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist