Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم

 ټرمپ: نه مې غوښتل د وتلو پر مهال د بګرام اډه افغانستان ته وسپارم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/20

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د دې هېواد د روان کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ولاړ دی، د پنسلوانیا ایالت په ټاکنیزه ناسته کې د خپلو پلویانو ترمنځ د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم څرګندونې کړې.

هغه یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي پوځیانو پر بشپړه وتنه او د وتلو په وروستیو ورځو کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو پر وژل کېدو توندې نیوکې کړې او دا يې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې پرېکړه بللې.

ټرمپ د بایډن پر ادارې نیوکه کړې، چې کواګې تر وتلو وروسته یې هلته د میلیاردونو  ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات تر شا پرې ایښي دي. 

هغه زیاته کړې: « موږ زیاته اندازه پوځي تجهیزات تر شا پرې ایښي. ما ټول پوځ له سر ورغاوه، خو موږ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغه تجهیزات د افغانستان په نوم ځای کې پرېښودل او دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې پېښه ده. زموږ ۱۳ سرتېري هلته ووژل شول، ډېر یرغمل مو تر شا همداسې پرېښودل، ډېر خلک لا هم هلته پاتې دي. اوس څه چې هلته پېښ شول، په اړه یې فکر وکړئ، موږ له شرم سره راووتو، باید له قدرت سره راوتلي وای.»

د امریکا مخکېني ولسمشر دغه راز ویلي، غوښتل يې له افغانستانه په عزت او د ځواک په ښودنې سره ووځي، خو هېڅکله یې نه غوښتل په افغانستان کې تر ټولو لویه پوځي اډه چا ته وسپاري.

ټرمپ ادعا کړې، چې پر یادې پوځي اډې میلیاردونه ډالر لګول شوي؛ خو په وینا یې دغه اډه د امریکا پوځي حضور له ختمېدو وروسته دامهال د چین له لوري اشغال شوې ده.

ټرمپ زیاتوي: « زه هم له هغه ځایه راوتم، حتا غوښتل مې له دې هم په چټکۍ را ووځم، خو له ځواک او عزت سره او خپله تر ټولو لویه پوځي اډه باګرام مې ساتله. پوهېږئ، اوس باګرام له چا سره دی؟ ځکه دا له هغه ځای سره چې چین په کې خپلې اټومي وسلې جوړوي، یوازې یو ساعت واټن لري. چین دامهال هغه ځای اشغال کړی دی. مننه ولسمشر شي جین پینګ! د میلیاردونو ډالرو په ارزښت زموږ له جوړو شویو ودانیو څخه خوند واخلئ. دوی څو کاله پخوا میلیاردونه ډالر لګولي؛ خو له خپل هېواده څو ساعته لرې واټن کې.»

د همدې موضوع په تړاو مو وغوښتل د اسلامي امارت د مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو د پرله پسې اړیکو سره سره یې خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

 له دې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مرستیال ویاند په خپل وروستي ټویټ کې د افغانستان ټوله جغرافیه امن او د حکومت تر کنټرول لاندې بللې وه.

د پوځي چارو شنونکي وايي، د امریکا بهرنۍ پالیسي د یوه مشخص سیسټم له لوري ترتیب کیږي او ولسمشران یې له اجراء کولو پرته د هېڅ راز بدلون راوستو په برخه د عمل آزادي نه لري.

دوی له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه هم د همدې سیسټم ترتیب شوې طرحه ګڼي.   

د پوځي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي: « د امریکا بهرنۍ پالیسي او د دې لپاره ترتیب شوی سیسټم د ولسمشرانو په واک کې نه دی، بلکې دوی ته ورکول کېږي او مکلف دي،چې اجراء یې کړي. له افغانستانه د وتلو پروژه هم له وړاندې ډیزاین شوې وه او که هر څوک ولسمشر وای، همداسې به یې کول. د ټرمپ خبرې یوازې کمپایني بڼه لري، دا هم له امکان لرې نه ده،چې امریکا یو ځل بیا افغانستان ته راشي.»

د امریکا مخکېنی ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې دا مهال له کاملا هاريس سره د امریکا د روان کال ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره پر ټاکنیزو سیالیو بوخت دی.

نوموړي له دې وړاندې هم په کراتو په افغانستان کې د امریکا د حضور پای ته رسېدنې پر څرنګوالي سختې نیوکې کړي او په دې تړاو یې د ولسمشر جوبایډن پر مشرۍ د هغه اداره تر سختو پوښتنو لاندې راوستې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist