Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده

ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

د امريکا ولسمشر د افغانستان په اړه له تېرو لانجمنو خبرو لږ وروسته، د امريکا سمندري ځواکونو د ۲۵۰مې کاليزې په مراسمو کې يو وار بيا د افغانستان په اړه څرګندونې کړې.

دونالډ ټرمپ وايلي، امريکا په افغانستان کې جګړه ګټلی شوه، خو په خبره يې د خپلو سياسي ملحوظاتو له امله يې دغه هدف ترلاسه نه کړ.

له دې څرګندونو وړاندې د بګرام پوځي اډې په اړه د ټرمپ څرګندونو د افغانستان حکومت غبرګون ښودلو ته اړ کړ، خو تازه نوموړي بيا تکرار کړې چې د بګرام اډه به بېرته ترلاسه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « تاسو پوهېږی موږ د بریا لپاره جګړه بنده کړه. موږ به په اسانۍ سره په افغانستان کې بریالي شوي وای او حتا په هره بله جګړه کې، خو سیاست مخې ته راغی او ټینګار دا وه چې باید ورو ورو مخکې لاړ شو.»

د سیاسي چارو شنونکي وایي، امریکا د مقاومت په پایله کې ومنله چې له دوو لسيزو وروسته په افغانستان کې خپل حضور صفر کړي او په خبره يې اوس اړتيا ده چې د افغانستان له حکومت سره تعامل غوره شي.

د  سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « دا نظامي فشار دی چې سیاسي پرېکړې منځته راوړي. د افغانستان خلکو په تېرو شلو کالو کې مقاومت، جهاد او جګړه وکړل، امریکا یې په ګونډو او ماته کړه او بالاخره یې د خبرو مېز ته کېنوله.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « د افغانستان په اړه د ټرامپ سیاست لا رسانه يي دی او اجرائیوي کانالونو ته نه دی ننوتی. کله چې دا سیاست عملي بڼه خپله کړي، هغه وخت باید وویل چې پر وړاندې یې څه ډول غبرګون باید وښودل شي. د افغان دولت مشرتابه باید هر هغه سیاست په پام کې ولري چې د افغانستان ګټې خوندي کوي.»

د افغانستان اوسنی حکومت په دې تړاو څه نه وایي، خو وړاندې يې ويلي و چې حاکميت يې او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ورته لومړيتوب لري.

ځيني نور شنونکي بیا په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور ناکام ګڼي او د ټرمپ اوسنۍ او پخوانۍ څرګندونې پر اوسني حکومت د فشار راوړلو هڅې ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « ټرمپ دا خبرې د روسیې له وېرې کوي، ځکه هغوی اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی او د مسکو فارمټ غونډې جوړوي. دوی د دې پر وړاندې د بګرام خبره کوي. اوس چې وايي جګړه یې ګټلی شوای خو د سیاسي موخو لپاره یې ونه ګټله، دا هسې خبرې دي او دوی په دې پوهېدل چې نور دا جګړه نه شي ګټلی. بل لامل یې دا و چې د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو لپاره دوی له افغانستان په ډېره بېړه او بې تدبیره ووتل.»

له دې وړاندې چین، ایران او روسیې هم د بګرام هوایي اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون کې ويلي و چې واشنګټن له تېر څخه په تجربې سره د خپل ملي حاکميت په اړه د افغانانو مبارزه درک کولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist