Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم

ټرمپ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه بللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/22

له افغانستانه د امریکا وتلو مساله اوس پر هغې ناندرۍ بدله شوې، چې له کبله یې امریکايي چارواکي او د اپوزیسیون غړي  وخت ناوخت د ولسمشر جوبایډن دریځ او پرېکړې جدي ننګونو سره مخ کوي.

د همدې د نیوکو د قطار په سر کې د امریکا پخوانی ولسمشر او د دې هېواد د نوامبر پنځمې ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرامپ دی، چې تازه څرګندونو کې یې ویلي، د خروج مساله د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې پېښه ده.

ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې د یوې ټاکنیزې غونډې پرمهال د جوبایډن او د هغه مرستيالې کمالا هرېس پر مشرۍ حکومت بې‌ کاره بللی، چې په وینا یې له اقتصاد سربېره یې هرڅه ګډوډ کړي.

ټرمپ زیاته کړې:« راتلونکې ټاکنې د څلورو نورو استثنايي کلنو او له ناکامیو ډکو څلورو ډاروونکو کلونو ترمنځ ټاکنه ده. تاسو فکر وکړئ، هر څه ته چې دوی لاس وروړي، ګډوډیږي. هر څه، د پيسو پړسوب، افغانستان. د افغانستان مساله چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ده. »

ټرمپ، کاملاهرېس چې دا مهال یې په ټاکنو کې سرخته سیاله ده، له دې کبله سخته ننګولې چې له خروج او ورسره جوخت د مخکېني نظام له پرځېدلو سره هم مهاله د امریکا پوځ زیات شمېر تجهیزات د اسلامي امارت لاس ته لوېدلي.

ټرمپ د همدې ناسمې پرېکړې له کبله د امریکا پخوانی دفاع وزیر جېمس مټېس او د دې هېواد پخوانی لوی درستیز جنرال مارک میلي د ټرمپ په ټکو هغه نابغه احمقان بلل شوي، چې د خپلو دندو پر مهال یې له افغانستان د وتلو پرېکړه عملي کړې.

هغه په دې اړه وايي:« ما پوځ ورغاوه، خو له بده مرغه دوی ډېره برخه طالبانو ته وسپاره. دغه ځېرک او نابغه‌ګان، د میلي په څېر احمق خلک، جنرال میلي. تاسې د هغه کړنې په کانګرس کې در په یاد کړئ. جنرال میلي او مټېس او ټول ورته کسان څه د سپکو خلکو د ډلې خلک دي.»

د پوځي چارو شنونکي پر افغانستان د امریکا یرغل او په ناندریز ډول یې وتل په خپله هغه څه ګڼي چې پر نړیواله کچه د دې هېواد اعتبار ته یې په جدي ډول زیان واړاوه.

له بلې خوا دوی په دې موضوع کې د ورته شدید حساسیتونو ښوول د ولسمشریزو ټاکنو تر مودې محدود بولي چې تر ډېره د خپلې سیالې ډلې د ځپلو او د رایو د ترلاسي په برخه کې یې د یوه ابزار په توګه ترې کار اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د امریکا اشغال هم ظالمانه وه، له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو وتل هم ډېر بې مسوولیته وو. د افغانستان جغرافیه یې د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره وکاروله او زموږ افغانان یې په شهادت ورسول. دلته یې ۲۰ کاله جګړه پر مخ یوړوله. دغه ټوله سیاسي او استخباراتي لوبه وه.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ بیا وايي:« پر افغانستان د امریکا یرغل او بېرته تګ یې  دا د دوی لویه تاریخي شرموونکې تېروتنه وه. امریکایانو پر نړیواله کچه په دغه یرغل باندې چې زموږ پر هېواد یې وکړ، نړۍ کې یې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی. دا چې اوس په امریکا کې د ټرمپ او بایډن په ټاکنو کې دا مساله ډېره ګرمه ده، لامل یې دا دی چې دوی د خپلو سیاسي اهدافو لپاره له افغانستانه د دوی پوځيانو وتلو کاروي.»

په افغانستان کې له شاوخوا ۲۰ کلن اوږده پوځي حضور وروسته درې کاله وړاندې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر یو دېرشمه د امریکا د بشپړ پوځي حضور له پایته  رسېدو او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، دغه مساله تل د امریکا په سیاست کې د تور داغ په توګه یاده شوې، چې هر څه موده وروسته د امریکايي سیاستوالو ترمنځ د نیوکې په توګه راپورته کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist