Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/25

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي، تېر ۱۴۰۴ لمریز کال د هوایي او ځمکني ټرانسپورټ خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له لاسه ته راوړنو ډک و.

د دوی په خبره، د يادو لاسته راوړنو په ترڅ کې له ۲۷ هوایي ډګرونو څه باندې ۱۲زره کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ترسره شوې چې په کې ۱.۶ ميليون تنه مسافر لېږدول شوي دي.

د دې وزارت ویاند حکمت الله اصفي وايي، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خدمتونو لا پراختيا په موخه تېر کال شاوخوا ۱۷۰ بېلابېلې پروژې هم پلې کړې دي.

اصفي زیاته کړې: « د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تر اوسه د ۱۷۰ په شاوخوا کې هغه پروژې چې ځینې یې د تطبیق په حال کې دي او همدارنګه ځینې یې ګټه اخستنې ته سپارل شوې، تر کار لاندې نیولې دي. همدارنګه په ولایتونو کې هم زموږ  تخنیکي ټیمونه بوخت دي، ترڅو په ولایتونو کې د ښاري ټرمینلونو لپاره ځمکې تثبیت کړي.»

د وزارت ویاند دغه راز وايي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په ټولو هوایي او ځمکنيو ټرمینلونو کې مالي، تدارکاتي او ادارې برخې برېښنايي کړې دي او دغه راز يې په ۲۰ زره ۲۲۲  نورو ټرانسپورټي موټرو کې هم د جي‌پي‌اېس الې نصب کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند په دې اړه وايي: « د دوو کورنیو شرکتونو ترڅنګ، ۱۰ نړیوال هوايي شرکتونه هم زموږ هېوادوالو ته هوايي ټرانسپورټي خدمات وړاندې کوي. له نورو هېوادونو سره د راکړه وکړې، صادراتو او وارداتو لپاره کارګو هوايي مسیرونه یو له هغو مهمو برخو دي چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ورته پاملرنه کړې. همدارنګه الکټرونیکي سیسټمونو ته هم ډېره پاملرنه شوې. د واټ ټرانسپورټ په برخه کې د موټرو نوبت ګیرۍ او پاس په ګډون، ډېری چارې الکټرونیکي شوې دي.»

خلک او د اقتصادي چارو شنونکي د وړاندې کېدونکو خدمتو د کيفيت ښه‌والي غوښتنې ترڅنګ، د ټرانسپورت او هوايي چلند له لوري د پلې شویو پروژو هرکلی کوي او زياتوي، دا پروژې د مسافرو او توکو د انتقال په برخه کې ګټورې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « افغانستان له وچې سره تړلی هېواد دی او نړیوالو اوبو ته لاسرسی نه لري. همدارنګه زموږ ځمکنی ټرانسپورټ هم له جدي ستونزو سره مخ دی. نو هر څومره ډېر چې موږ له هوايي ټرانسپورټ څخه ګټه اخلو، د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري؛ ځکه چې توکي د هوايي دهلېزونو له لارې په لږه موده او کم لګښت تر مقصد پورې رسېږي.»                                                            

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت تېرکال د ۸۶ زره موټرو تخنيکي ارزونه هم کړې او د معلوماتو له مخې يې، تېر کال د ټرانسپورټي خدمتونو د پراختيا لپاره ۱۸۵ شرکتونه ایجاد شوي چې ۱۲۵ بار وړونکي او ۷۰ هغه يې مسافر وړونکي دي.

دا مهال په ټول هېواد کې ۹۰۰ ټرانسپورټي شرکتونه فعالیت لري چې د مسافرو او د توکو لېږد رالېږد په برخو کې فعالیت ترسره کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist