Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنو کمېسیون د معترضو نوماندانو تورونه رد کړل

admin by admin
2019/12/05

د ۲۷ولایتونو د رایو بیاشمېرنې راپور کمیسیون ته وسپارل شو .

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء ریاست د اوو ویشت ولایتونو د رایو بیا شمېرنې راپور کمشنرانو ته سپارلی چې ډېر ژر به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.

له شکایتونو کمېسیون غوښتنه شوې چې د تړلو دفترونو په خلاصولو کې دې د ټاکنو له کمیسیون سره مرسته وکړي او په دې برخه کې له جدیته کار واخلي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې، که ټاکنیز ټکټونه په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورنکړي کمیسیون به د اووه ویشتو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. 

د ټآکنو کمیسیون د دارالانشا ریاست له یوې اوونۍ ځنډ وروسته بلاخره په دې وتوانېد چې د اووه ویشتو ولایتونو د رایو بیا شمېرنې راپور د ټاکنو کمیسیون ته وړاندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا عالم نورستانۍ وایي، تېره شپه د ټاکنو د دارالانشا ریاست له لوري بشپړ راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شوی چې د کمیشنرانو تر ارزونې ورسته به له رسنیو سره شریک شي.

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا رییس بیا د شکایتونو پر کمیسیون غږ وکړ چې د اوو ولایتي دفترونو دروازو په خلاصولو کې دې له ټاکنو کمیسیون سره مرسته وکړي.

هاخوا دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم د ټاکنو د دارالانشا پر ریاست نیوکه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یې د راپور په ورکولو کې ځنډ کړی او کمشنران دې راپور ژر اعلان کړي.

د چهار شنبې په ورځ د دریو  ټاکنیزو ټکټونو، ثبات او همپالنې، امنیت او عدالت او سولې او اسلامي عدالت پر یوې خبري ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسون پر کړنو نیوکه وکړه چې د قانون پر اساس عمل نه کوي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسون بیا دا تورونه ردوي او وایي چې قانون ورته سره کرښه ده او پایلې به هم د قانون مطابق اعلانوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist