Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنو کمیسیون د پاتې ولایتونو پاېلې ځنډولې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/17

د ټاکنو کمیسیون د پاتو ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې د نوي کمشنرانو تر ګمارنې ځنډولي دي.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څلور ورځې وړاندې د درې ولایتونو وروستۍ پایلې ټاکنو کمېسیون ته د اعلان لپاره لیږلي، خو تراوسه نه دي اعلان شوي.

ټاکنو کمېسیون وايي، له کمشنرانو پرته یې د کارونه د درالانشاء په سرپرستۍ کې په نورمال ډول روان دي.

له دې سره ارګ سیاسي احزابو، مدني او په ټاکنو د څار بنسټونو ته اعلان کړی چې د دې اوونۍ تر پایه د کمشنرانو د ټاکنې لپاره کسان معرفي کړي.

د ټاکنو کمیسیون له کمشنرانو پرته د دارالنشا د رئیس په رهبرۍ خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

د ټاکنو کمیسیون ردوي چې ګواکې د کمشنرانو عزل دې پر ورځني کارونو منفي اغیزه کړې وي.

 تر اوسه د ټاکنیزو کمیسیونونو ته تازه کمشنران نه دي معرفي شوي، خو د ټاکنو کمیسیون وايي؛ کارونه یې د پلان مطابق پر مخ ځي او راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالي نیسي.

ټاکنیز کمیسیونونه لا هم د پارلماني ټاکنو د پاتو ولایتونو پایلې نه دي اعلان کړي، ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ځینو ولایتونو وروستۍ پایلې ورسره شریکې کړي، خو نه دي اعلان شوي. 

د ټاکنو کمیسیون وايي؛ د پایلو ورستي پریکړه او اعلان به نوي کمشنران کوي.

ارګ بیا تېره ورځ د حکومت د رسنیو مرکز کې د ثبت شویو سیاسي ګوندونو له استازو سره غونډه کې اعلان کړی چې د دې اوونۍ تر پایه دې د کمشنرانو د ګمارنې لپاره کسان معرفي او اسناد دې جمع کړي.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې را روانو ټاکنو ته د چمتوالي خبره کوي چې لا هم بریالي شوی نه دی چې د پارلماني ټاکنو پایلې بشپړې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist