Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ټاکنو کمیسیون د روسیې ادعاوې رد کړې

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/12

د ټاکنو کمیسیون هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د بهرنیانو د فشار له وجې ولسمشریزې ټاکنې ځنډیدلې.

د ټاکنو کمېسیون د روسیې هغه ادعاوې رد کړې چې ګنې ټاکنې د امریکا په غوښتنه ځنډول شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون وایي، ټاکنې د تخنیکي او مدیریتي ستونزو له امله ځنډیدلي او په دې برخه کې د هیچا وړاندیز نشته.

له دې سره د ټاکنو کمیسیون د ټيفا ورستی راپور رد کړ چې ګنې په کمیسیون کې اخلاقي او اداري فساد شته دی.

روسيې ویلي و چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د امریکا په غوښتنه ځنډیدلي، خو کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې دوی کوم وړاندیز نه درلود او د اصلاحاتو او شفافیت لپاره یې د ټاکنو د ځنډ هر کلی کړی.

د ټاکنو کمېسیون کمیشنر وایي، د ولسمشریزو ټاکنو د مدیریت او ښه ترسره کیدو لپاره یې درې میاشتو کې چمتووالی نه بشپړیده او له همدې کبله یې وځنډولې.

ټاکنو کمېسیون د ټیفا هغه راپور هم رد کړ چې ګنې کمېسیون کې اخلاقي او اداري فساد شته دی.

کمېسیون له عدلي او قضایي ارګانونو غوښتي چې د دې اعاوو په تړاو سپیناوی وکړی.

د ټاکنو کمیسیون لا هم د کابل د رایو اعلان ته چمتو نه دی او ډاډ ښيي چې تر دوه ورځو به د کابل او کوچیانو د حوزې پایلې اعلان کړي.

نږدې درې میاشتې د رای اچونې وشوې، خو کمېسیون نه دی توانیدلی چې  د کابل ولایت لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist