Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټام فلېچر‎: ټولنه د نجونو له زده کړو او د ښځو ماناداره ګډون پرته پرمختګ نه شي کولی

ټام فلېچر‎: ټولنه د نجونو له زده کړو او د ښځو ماناداره ګډون پرته پرمختګ نه شي کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/29

د اوچا عمومي رییس او په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال هېواد ته د تېرې ورځې د سفر او دلته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې پر ګڼو موضوعاتو خبرې کړې.

ټام فلېچر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې یې په افغانستان کې پر بشري ننګونو، اقلیمي بدلون او په امنیتي او نشه ‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې.

فلېچر ویلي، د دې لیدنې او بحثونو اصلي اجنډا یې د افغان ښځو د پراخو ظرفیتونو پر شتون او دا چې د ښځو له ګډون او د زده کړو حق ته له پوره لاسرسي پرته افغاني ټولنه پرمختګ نه شي کولی، متمرکزه وه.

فلېچر په دې اړه ویلي: « په دې لیدنه کې مو پر بشري ننګونو، اقلیمي بدلون او د امنیت او نشه ‌یي توکو په برخه کې پر پرمختګونو بحث درلود. زموږ د لیدنې او بحثونو اصلي اجنډا د افغان ښځو پراخ ظرفیت او دا وه چې د ټولنې پرمختګ د نجونو له زده کړو او د هغوی له پوره ګډون پرته ناشونی دی.»

که څه هم  د تېر پرتله په هېواد کې د بشري ننګونو او امنیتي ګواښ کچه ټیټه شوې، خو د اقلیم د ناوړه بدلون اغېزې لاهم افغانستان ګواښي.

بل پلو، سره له دې چې اسلامي امارت ویلي، په هېواد کې یې نجونو او ښځو ته د هغوی شرعي حقونه ورکړي، خو لا هم د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د نړيوالې ټولنې اساسي اندېښنې بلل کېږي چې وخت ناوخت سرپرست حکومت په دې اړه بیاځل فکر ته رابولي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې له ادرسه چې کومې کړنې د رسمیت پېژندنې، ښو اړیکو جوړولو، د ډېپلوماټیکو او اقتصادي پروګرامونو عملي کولو لپاره روانې دي، دا د افغان ولس او طالبانو د حکومدارۍ په خیر ده چې افغانستان له سیاسي انزوا ووځي او د نړۍ له خوا پر رسمیت وپېژندل شي.»      

د نظر خاوندان په هېواد کې وروستي پرمختګونه ستایي، خو پر سرپرست حکومت غږ کوي چې د ولس او نړۍ هغه مشروع غوښتي ومني چې د شاوخوا څلورو کلونو په تېرېدو لاهم د رسمیت پېژندنې او تعامل ترمخ د نړيوالې ټولنې سره کرښه بلل کېږي.

دوی زده کړې او کار د هر انسان اساسي حق ګڼي او له دې حقه د وګړو راګرځول له اسلامي او نړيوالو اصولو سره په ښکاره ټکر کې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « نړۍ ورته پام اړولی او نوموړی د دې لپاره راغلی چې طالبان وهڅوي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، پوهنتونونه خلاص کړي؛ ځکه چې ښځې د یوه هېواد په پرمختګ او د ماشومانو په روزنه کې ډېر رول لري، د هرې ټولنې نیمايي ښځې دي او دا ډېره اړینه ده چې طالبان دغې برخې ته توجه وکړي، خپل مشران وهڅوي، ترڅو په دې لاره کې شته خنډونه لري او له نړۍ سره تعامل وکړي. د تعامل په سیوري کې افغانستان پر رسمیت پېژندل کېدای او وده کولی شي.»    

هېواد ته په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د مرستیال ټام فلېچر سفر او پر یادو موضوعاتو بحث داسې مهال شوی چې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ له مولوي امیرخان متقي سره د نوموړي د لیدنې د خبر ترڅنګ ویلي و چې دواړو لوریو له ګاونډيو هيوادونو د راستنېدونکو افغانانو، د طبيعي آفتونو پر وړاندې چمتووالي،‏ کروندګرو ته د بديل معيشت برابرولو، د معتادينو د درملنې او ګڼو برخو خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist