Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

وېسټ له جاپاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/03

د افغانستان په تړاو د امریکا له پریکړو او د چارواکو د سفرونو او څرګندونو په دوام د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ د سیمې هېوادونو پر اووه ورځني سفر راوتلی چې پیل یې له جاپان کړی دی.

وېسټ پرون د جاپان پلازمینې توکیو ته رسیدلی او هلته یې  د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفیر او نورو چارواکو سره لېده کاته کړي.

وېسټ زیاته کړې:«د  جاپان بهرنیو چارو له وزیر سره مې په افغانستان کې د بشري مرستو، بشري حقونو او سیاسي ډیالوګ په اړه خبرې وکړې. له سفیر تادامیچي یاماموتو څخه مې د افغانستان په اړه ګټورې مشورې ترلاسه کړې.»

وېسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي،چې امریکا او جاپان په افغانستان کې ګډې موخې لري او

ګډ کار به وکولی شي،چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې بریالي کړي.

دغه راز وېسټ هېله ښودلې ده،چې د افغانستان په چارو کې د جاپان ونډې او تجربو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې:« کله چې موږ له خپلو متحدینو سره پر ګډه کار کوو، د هر ډول ستونزې پر وړاندې پیاوړي یوو. په افغانستان کې دا حقیقت دی. موږ به د  افغانستان لپاره د جاپان تجربو او ونډې ته اړتیا ولرو.» 

د تل په څېر د جاپان او امریکا ترمنځ ناسته کې افغانستان کې د بشري حقونو، بشري ناورین او سیاسي ډیالوګ یادونه داسې مهال کیږي،چې اسلامي امارت ځان بشري حقونو ته ژمن بولي، بشري ناورین میراث یادوي او پر کوردننه یې د سیاسي ډیالوګ خبره هیڅکله نه ده کړې.

د توماس وېسټ دا سفر د روانې ډسمبر میاشتې پر لومړۍ پیل شوی او ټاکل شوې ده،چې د همدې میاشتې تر اتمې نیټې دوام وکړي،چې په لړ کې به یې هند او متحده عرب اماراتو ته هم لاړ شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist