Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

وېسټ ترکیه کې د اسلامي امارت له سیاسي مخالفینو سره کتلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/31

له هند او تاجکستان وروسته د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس ویسټ په ترکیه کې له هغو پخوانیو افغان سیاسیونو سره لیدلي،چې تازه یې دمقاومت په نوم شورا جوړه کړې ده. 

ویسټ د ترکیې په استانبول ښار کې د پخوانیو سیاسي ګوندونو  مشرانو او د ښځو او مدني ټولنو له استازو سره لیدلي دي .

په دغه لیدنه کې د افغانستان په تړاو بحثونه شوي او له اسلامي امارت سره پر مذاکراتو سیاسي توافق او د خلکو د حقونو پرساتنې ټینګار شوی دی. 

د سیاسي چارو یوشمېر تحلیل کوونکي په دې بارو دي، چې د امریکا متحده ایالت د افغانستان په تړاو بله لار غوره کړې اوهلې ځلې یې پیل کړي،چې یو بل سیاسي توافق له لارې خپل هغه پرګرامونه چې د ښځو او نورو برخو کې یې لري پلي کړي. 

دوی وايي، له اسلامي امارته غواړي، چې واک دې له انحصار وباسي او پر لوړو کلیدي څوکیو دې مسلکي کسان وګوماري. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سرور نیازی وايي:« د توماس وېسټ سفر دهلي ته هلته له داکټر عبدالله سره لیدل، بیا تاجکستان ته د هغه سفر او بیا په ترکیه کې د مقاومت شورا له ځینو غړو سره لیده کاته کوي، دا په دې مانا ده،چې امریکا یو بل حرکت پیل کړی دی. هیله لرو چې پایله ورکړي او له طالبانو مو هم هېله داده،چې پر هېواد مین ا ومسلکي کسان دې پر دندو وګوماري او قدرت دې له انحصاره وباسي.» 

ځینې بیا وايي،د امریکا متحده ایالتو دغه تازه هلې ځلې کولای شي،چې ملي سیاسي اجماع رامنځ ته کړي او د یوه داسې دولت پرجوړولو منتج شي،چې ټول افغانان په کې ځان وګوري او د جګړې مخه ډب کړي،خو په هغه صورت کې به بریالۍ وي،چې اسلامي امارت هم له ځان سره همغږی کړي. 

د پوهنتون استاد فیض ځلاند  وايي:« توماس وېسټ په دې وروستیو کې ګڼو هېوادونو کې له افغانانو سره مجلسونه لرلي دي،تاجکستان ته یې سفر درلود،هند کې یې له  ډاکټر عبدالله سره وکتل او اوس په ترکیه کې یې هغو کسانو سره لیدلي،چې هلې ځلې یې پیل کړي،چې له طالبانو پرته د افغانانو یوه سیاسي جبهه جوړه کړي. دغه ټولې هلې ځلې کولای شي،چې سیاسي حل لارې ملي سیاسي اجماع رامنځ ته کولو او په لویه کې د داسې یوه دولت رامنځ ته کولو چې په هغه کې ټول افغانان ځان وګوري او موږ وکولای شو،چې د جګړې مخه ډب کړو دا هلې ځلې په هغه صورت کې ډېرې زیاتې بریالۍ کیدا شي،چې طالبان هم ورسره همغږي شي.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي بیا وايي، نړۍ او ګاونډیان د افغانستان د اوسني حکومت له ترکیب راضي نه دي او همدا لامل دی،چې ډیپلوماتان یې اوس د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو سره خبرې کوي،چې دا لیدنې د دې ښکارندوی کوي،چې نړۍ یې رسمیت پیژندنې ته حاضره نه ده. 

هغه زیاته کړه:« نړۍ د افغانستان خلک او ګاونډیان د افغانستان د اوسني حکومت ترکیب رضایت بښوونکی نه ګڼي. همدا دلیل دی،چې بهرني ډیپلوماتان نور افغانان له نږدې ګوري او خبرې ورسره کوي. د دې مانا داده،چې د طالبانو اوسنی حکومت که په دې شکل وي،هیڅ څوک حاضر نه دي چې پر رسمیت یې وپېژني.» 

اخوا د سیاسي چارو تحلیل کوونک بلال فاطمي بیا وايي، که د امریکا متحده ایالت په دې فکر،چې د اسلامي امارت د مخالفینو له لارې به افغانستان کې خپلو موخو ته  ورسیږي غلطه لار ده او هغوی چې افغانستان کې اوس ځای نه لري،له هېواده بهر اوسیږي.

فاطمي وايي، وړاندیز یې دادی،چې د امریکا متحده ایالت باید اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني او هغه پرګرامونه چې واشنګټن یې غواړي،دښځو حقونو او نورو برخو کې یې پلي کړي،د اسلامي امارت له لارې دې پرمخ یوسي،چې ورسره به افغانستان له اوسني وضیعت هم راووځي .

هغه زیاته کړه:« غوره داده،چې  د امریکامتحده ایالت د تفاهم له لارې کار واخلي او  اسلامي امارت دې پر رسمیت وپیژني،ترڅو وشي کولای،چې هغه پرګرامونه چې دوی یې د افغانستان لپاره مهم ګڼي د اسلامي امارت له لارې پلي کړي،ترڅو مسایل حل شي او  افغانستان له دغه حالته ووځي.» 

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو  ځانګړي استازي توماس وېسټ هغه هیوادونو ته سفرونه پیل کړي چې واک ته دامارت له رسیدو سره ګڼ شمیر پخواني افغان چارواکي او دپخوانیو سیاسي ګوندونو مشران ور کډه شوي دي.  توماس ویسټ په هند کې له ډاکټر عبدالله او تاجکستان کې دیوشمیرنور پخوانیو افغان سیاسیونو سره له لیدنې وروسته ترکیې ته تللی او هلته یې هم دافغان ښځو دټولنې ترڅنګ دپخوانیو سیاسي ګوندو له مشرانو سره لیدلي دي .  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist