Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

وېسټ: امریکا په افغانستان کې د مقاومت په نوم له هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/17

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ  وايي،واشنګټن د کابل د اوسنی حکومت د پرځولو په لټه کې نه دی او تمه لري،چې اسلامي امارت خپل حکومت ټول شموله کړي.

وېسټ وايي، له هېڅ هغې ډلې ملاتړ نه کوي،چې د مقاومت په نوم له اسلامي امارت سره د پوځي مخالفت خبرې کوي .

وېسټ د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی،چې د افغانستان په تړاو دې د امریکا په څېر دریځ غوره کړي.

هغه زیاته کړه:« امریکا د طالبانو پرضد د مقاومت هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي او د سیمې له نورو هېوادونو هم غواړي،چې ورته دریځ غوره کړي. امریکا د طالبانو د رژیم د پرځولو په لټه کې نه ده او تمه دا ده،چې هغوي خپل حکومت ټولګډونه کړي.» 

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې اند دي،چې د امریکا متحده ایالت افغانستان په تړاو ثابته پالیسي نه لري او د خپلو ګټو او اهدافو لپاره یې بدلوي.

دوی وايي، امریکا هڅه کوله،چې د ټولګډونه په نوم د طالبانو په حکومت کې خپل هغه کسان ځای پرځای کړي،چې کلونه یې پرې خپلې ګټې خوندي کړي،خو بریالۍ نه شوه او اوس هڅه کوي،چې له نورو لارو کار واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي  وايي:« دا دویم ځل دی،چې په دغه یوه میاشت کې  توماس وېسټ دغه خبره تکراروي او دا د امریکا بهرنۍ پالیسي تغیر ښه یي،ځکه چې دوی ډېره هڅه وکړه،چې دپراخ بنسټه حکومت په نوم خپل کسان ځای پرځای کړي،خو بریالي نه شول او اوس د پاکستان له لارې غواړي،چې د مسلکي کسانو په نوم خپل کسان د افغانستان حکومت کې ځای پرځای کړي.» 

ځینې بیا د امریکا متحده ایالتو پر څرګندونو او ژمنو باور نه لري او تحلیل یې دا دی،چې د امریکا خبرې او عمل یو شان نه دي.

 د دوی په باور دغه هېواد داځل هم په دې هڅه کې دی،چې د اسلامي امارت سیاسي مخالیفین چې له هېواده بهر د نظامي مقاومت خبرې کوي،افغانستان ته راولي او نور ترهګرو ډلو سره یې یوځای د اسلامي امارت پر وړاندې وجنګوي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« له دې علاوه اوکراین او پاکستان چې امریکا ته لومړیتوب لري،د افغانستان لپاره هم د جګړې نورې پروژې لري، په ښکاره وايي،چې د طالبانو د مخالیفینو ملاتړ نه کوو،خو برعکس بیا په هغوی فشار راوړي او هڅوي یې،چې افغانستان ته راشي او له داعش سره یوځای شي او جګړې پیل کړي.»

شنونکي په دې باور دي،چې د امریکا متحده ایالتو اوسنۍ پالیسي  ګونګه ده او علت یې هم د اوسني ولسمشر جو بایډن زړه کینه ده،چې له پخوا یې د افغانستان په تړاو لري.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتو ماته هم د بایډن په نوم تمامه شوې او له څو میاشتو راهیسې د خپل ولس له نیوکو سره مخ دی. 

خبریال:  ذبیح‌الله ظاهر

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist