Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

وېسټ: افغانستان کې ټول شموله حکومت غواړو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/30

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي توماس وېسټ په تازه مرکه کې یو ځل بیا ویلي، امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي. 

وېسټ ویلي،د افغانستان د راتلونکي لپاره د داسې ماناداره، ملي او ټول منلي ترکیب غوښتوونکي دي،چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

د اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي،د تیر نظام حاکمیت هم افغانستان شموله نه و، خو نړیوال ورته دوه لسیزې چپ پاتې وو او د ټول ګډونه حکومت جوړولو هڅې یې ونه کړې. 

د سیاسي چارو کارپوه عبدالرووف توانا وايي:« له نړیوالې ټولنې باید دا پوښتنه وشي،چې په تیرو دوه لسیزو کې یې ولې افغانستان شموله حکومت جوړ نه کړ. د قانون مداره حکومت ملاتړ یې ونه کړ او ناورین له پیدا کولو پرته یې بل کار نه و. باور لرم،چې اوس د افغانستان خلک پوهیږي،چې د نړیوالو خبرې بې مانا دي.» 

یو شمیر نور بیا ټولګډونه حکومت داسې تعریف کوي،چې په ټول هېواد کې د هر قوم وګړي او د ښځو په شمول د ټولنې د بېلابېلو برخو استازي په کې ځانونه وویني.

د سیاسي چارو کارپوه  خلیل احمد نادم  وايي:« ټول شموله حکومت په دې مانا دی،چې د قدرت سرچینه د ټولو افغانانو په لاس کې وي، د ټولو قومونو استازي په کې وي، په ځانګړې توګه د ښځو استازي په کې وي. دا باید یوازې په مرکز کې نه وي، بلکې په ټولو ولایتونو کې همداسې وي او خلک په کې ځان وویني.» 

بل پلو اسلامي امارت ددوحې د مذاکراتو پر مهال ویلي و،چې له دوی سره د یو شمیر سیاسيونو لیست شریک شوی دی،چې باید واک کې ورته ځای ورکړل شي او اوس هم د نړیوالو غوښتنه دا ده،چې د تیرو شلو کلونو سیاسي څیرې بیا تکرار شي. 

د سیاسي چارو کارپوهان  په دې اند دي،چې په واک کې د شاملیدوونکو څیرو او اشخاصو په اړه باید جلا بحث ته لار هواره شي.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي:« ظاهرآ طالبان او نړیواله ټولنه د ټول شموله حکومت پر تعریف باندې سلا نه ښکاري،خو په اصل کې ټول پوهیږي،چې د ټول شموله حکومت مانا دا ده،چې له طالبانو پرته نور ګوندونه او اشخاص هم په واک کې شریک شي، دا چې بیا دغه اشخاص څوک کیدای شي،په دې بحث پکار دی.» 

همدا راز اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت ټینګار کړی و،خو ویلي وو چې دا د هغوی دنده نه ده،چې اسلامي امارت د ټول ګډونه حکومت تعریف کړي. اسلامي‌امارت د سرپرست حکومت کابینه ټول شموله بللې او ټینګار لري،چې د ټولو قومونو او سمتونو استازي په‌ کې شامل دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist