Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وینډي شرمن: د طالبانو رسمیت پېژندلو ته بیړه نه لرو

admin by admin
2021/10/09

‏د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې وندي شرمن پرون ناوخته اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وویل، هېواد به يې په سمدستي توګه د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو لپاره کوم ګام وا نه خلي.

مېرمن شرمن وويل، هېواد يې سمدستي په افغانستان کې د بشري ناورين د حل لپاره پر عاجلو او ممکنه اقداماتو تمرکز کوي.

هغې د طالبانو د رسميت پېژندلو لپاره د متحده ايالاتو د مخکينيو شرطونو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د هغو شرطونو له پوره کولو پرته به طالبانو سره د متحده ايالاتو د ډيپلوماتيکو اړيکو پیل ممکن نه وي.

د بشري حقونو درناوي ته عملي ژمنتيا، د ښځو په ګډون ټول شموله حکومت جوړول او داسې نور د طالبانو د حکومت پېژندلو لپاره د متحده ايالاتو اساسي شرطونه دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان ملي امنیت سلاکار معید یوسف او د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.

پاکستان ویلي، قریشي او شرمن د دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د افغانستان او سیمه ییزې سولې په هکله خبرې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist