Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

ویسټ: افغانستان کې د ثبات راتلو لپاره خپلو متحدینو سره ګډ کار کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړی استازی ټوماس ویسټ، چې د سیمې او اروپایي هېوادونو په سفر راوتلی دی، له مسکو وروسته یې هندي چارواکو سره نوي ډهلي کې لیدلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

ویسټ وايي، له خپلو متحدینو سره ګډ کار کوي، چې ګټې یې خوندي او په افغانستان کې ثبات راشي. 

وېسټ زیاته کړه:« ما نن پلازمېنه نوي ډیلي کې د هند امنیت شورا له سلاکار اجیت دووال، د هند له بهرنیو چارو وزیر او له نورو چارواکو سره ډېره ښه ناسته درلوده. موږ به له خپلو نږدې متحدینو سره یوځای کار کوو، چې ګډې ګټې مو خوندي وي او په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته زمینه برابره شي.»

امریکا روسیې سره هم د افغانستان په اړه په ګډو ګټو خبرې کړي دي.

شنونکي وایي، امریکا کوښښ کوي، د افغانستان په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته او خپله نوې تګلاره د دې اجماع په اډانه کې راغبرګه کړي.

 د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« دغه هلې ځلې چې ټوماس ویسټ کوي، روسیې او هند کې لیدنې کوي راتلونکو ورځو کې د سیمې په هېوادونو کې له طالب استازو سره وګوري، دغه خپله په دې دلالت کوي، چې امریکا غواړي افغانستان سره خپله اړیکه ورغوي. د افغانستان په مسله کې ښکیله پاتې شي او په لویه کې د افغانستان د ټیکاو او ثباته باخبره اوسي.»

شنونکي وايي، هند او روسیې دواړو له امریکا غوښتي دي، چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام وکړي او دغه هېواد داسې یو حال کې پرې نه ږدي، چې نړیوال او سیمه ییز ترهګریز سازمانونه په کې فعال شي.

دوی وايي، نړیوالې ټولنې اسلامي امارت ته درې واضح شرطونه ایښي دي، چې ټول ګډونه حکومت، وسله والو ډلو سره د اړیکو پرېکون او بشر حقونه دي، چې طالبان یې باید ومني.

شنونکی طارق فرهادي وايي:« توماس ویسټ او ضمیر کابلوف دواړه استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، دوی ویلي دي د خپلو منافعو پر اساس مخکې ځي.

افغانستان ته یې درې مهم شرطونه ایښي دي، همه شموله حکومت، ترهګریزو ګروپونو سره د اړیکو پرېکون او بشر حقوق دي، چې مشکل دي، خو په کابل کې موږ د دې شرطونو وزن باید درک کړو، وې منو لازم تغیرات راولو، داسې نه شي، چې زبرځواک هېوادونه موږ هېر کړي دا به بیا په زیان وي.»

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړی استازی ټوماس ویسټ له طالبانو سره هم وګوري.

چین چې تابیه نیولې ده، د افغانستان لپاره د یوې ناستې کوربتوب وکړي، ښایي د طالبانو او امریکا ترمنځ هلته خبرې وشي.

له امریکا سره د طالبانو وروستۍ لیدنه اسلام اباد کې وشوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist