Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وچکالۍ د کندهار انارو حاصلات لس سلنه کم کړي

وچکالۍ د کندهار انارو حاصلات لس سلنه کم کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

د کندهار ولایت د کرنې ریاست وایې، که څه هم سږکال  ځینو ولسوالیو کې د انارو حاصلات کم دي، خو په وینا یې، پاتې حاصلات له نباتي آفتونو او ناروغیو خوندي دي.

هغوی وایي، د انارو د صادراتو لپاره یې هڅې رواني دي، ترڅو له پاکستان سربېره یې نورو اسیايي هېوادونو ته هم صادر کړي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په یعقوب کلاچه کلي کې ځایي کارګران  د انارو له بڼونو سږنی حاصلات ټولوي.
بڼوال وایي، حاصلات يې د وچکالۍ له امله کم شوي، خو باید د شته حاصلاتو لپاره يې نړیوال بازار وموندل شي.

بڼوال بهار شاه وايي: « که د پاکستان په ځای بدیله لاره پيدا شي، موږ ته به هم یوڅه مزدوري جوړه شي. پاکستان اکثریت لارې بندوي او موږ تاواني کېږو.»

کارګر کمال الدین وايي: « موږ له خپلو سوداګرو غواړو چې له نورو هېوادونو سره هم قراردادونه وکړي، ترڅو انار په ښه بیه وپلورل شي؛ په دې سره به هم سوداګرو او هم کروندګرو ته ګټه ورسېږي.»

سوداګر نورو هېوادونو او په تېره بیا پاکستان ته د انارو د صادراتو برخه کې د وېزو په ځنډ ورکړې او د پاکستان حکومت له خوا د وېزو نه ورکولو اندېښمن کړي.

دوی وایې، حکومت دي د نورو ګاونډیو ملکونو په مرسته د کندهار د انارو حاصلاتو لپاره د بازار موندنې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د انارو سوداګر عبدالرحیم وايي: « زموږ د انارو حاصلات ښه دي، باید ښه بازار هم ورته پیدا شي. اوس یوازې پاکستان ته روان دي او پر هغوی ډېر دي؛ باید نورو هېوادونو ته هم واستول شي، ترڅو خپل ارزښت پيدا کړي.»

د ارغنداب ولسوالۍ د کروندګرو ټولني مشر عبدالمنان ارغندابي وايي: « زموږ د بڼوالو اصلي حاصلات انار او انګور دي. دوی ټول کال خواري کوي، ترڅو د کال په دې وخت کې ښه عاید ولري مګر کله چې لارې بندې شي، نه یوازې دوی ته زیان ورسېږي بلکې سوداګرو ته هم زیان رسي. له اسلامي امارت په بیا بیا غوښتنه کوم چې یوازې پاکستان موږ ته بسنه نه کوي، باید نورې لارې هم پيدا شي.»

د کندهار کرنې ریاست مسوولین سږکال یاد ولایت کې د څه باندې ۲سوه ۷۰ زره ټنه انارو د حاصلاتو راټولولو خبر ورکوي.

د ریاست په خبره، د انارو د صادراتو لپاره هڅې روانې دي، ترڅو له پاکستان سربېره نورو اسیايي هېوادونو ته هم صادر کړي.

د کندهار کرنې ریاست کرنیزو توکو آمر شمس الرحمن موسی وايي: « موږ په کندهار کې پر ۲۰ زره هکټاره ځمکې د انارو باغونه لرو. سږ کال په شاه ولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې له اتو تر ۱۰ سلنو کمښت راغلی، خو موږ بیا هم تمه لرو چې سږ کال ۲۷۰ زره ټنه حاصلات راټول کړو.»

د یادونې وړ ده چې د کندهار په ارغنداب، شاه وليكوټ، ژېړۍ، ډنډ، پنجوایي، دامان، ارغستان او ميوند ولسوالیو کې د انارو زیات شمېر باغونه شته چې وګړي یې له همدې لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist