Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولکر ترک اسلامي امارت ته؛  له واکه په ناوړه ګټنې بشري حقونه مه نقض کوئ

ولکر ترک اسلامي امارت ته؛  له واکه په ناوړه ګټنې بشري حقونه مه نقض کوئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د دې سازمان د بشري حقونو عالي شورا ۵۷ مې ناستې ته ته ویلي، په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونو دوام باید سملاسي ودرول شي.

والکر ترک له اسلامي امارت غوښتي چې له واک څخه په ناوړه ګټنې دې بشري حقونه نه نقضوي.

نوموړي زیاته کړې، د بشري حقونو له پامه غورځول د یوه هېواد پرمختګ زیانموي او خلک يې له هوساینې او همغږۍ لرې کېږي.

نوموړي په افغانستان کې له بشری حقونو د سرغړونو پای ته رسولو لپاره د حساب ورکولو د یوه مکانېزم رامنځته کولو غوښتنه کړې.

هغه زیاته کړې: « دا فکر ما ډېر وېروي چې د افغان نجونو او ښځو لپاره به نور څه راتلونکي وي؟ افغانستان د پرمختګ په برخه کې ښه ظرفیت لري او کولای شي د هوساینې، امنیت او عدالت ترلاسه کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه مرسته وکړي او د خپلو خلکو هیلې او حقونه پوره کړي او هم داسې کېدای شي چې اقتصاد یې ویجاړ او ټولنه یې د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ وي. په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو د دوام یو لوی لامل دا دی چې له سرغړوونکو څخه د حساب غوښتلو لپاره مکانیزم نه شته.»

په ورته مهال د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېت یادې ناستې ته ویلي، په افغانستان کې د امربالمعروف او نهې عن ‌المنکر د نوي قانون تطبیق به د بشري حقونو محدودیتونه نور هم زیات کړي.

نوموړي په افغانستان کې د لږکیو، بشري حقونو مدافعانو، خبريالانو او یو شمېر نورو ډلو بشري حقونه  هم له پامه غورځېدلي بللي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ویلي: « د طالبانو وروستی توشېح شوی قانون د بشري حقونو د نقض په برخه کې یو نوی پړاو دی. د دې قانون په عملي کولو سره به د طالبانو جنسي او جنسیتي تبعیض لا پیاوړی شي. دا به پر ټولنه اغېز ولري او پایلې به یې پر راتلونکو نسلونو پرېوځي. موږ د لږکیو، ماشومانو، د بشري حقونو د مدافعانو او خبريالانو د حقونو په اړه اندېښنه لرو. طالبان له سرو کرښو ورتېر شوي. موږ باید هغوی وهڅوو ترڅو د۱۹۹۰ کلونو تګلارو عملي کولو ته ستانه نه شي.»

سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۵۷ مه ناسته یو طرفه بولي او وايي، د اسلامي امارت استازی په دغو ناستو کې ګډون نه لري تر څو د افغانستان د واقعیتونو په اړه وضاحت وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په دې ناستو کې د افغانستان په استازیتوب څوک نه شته او یو طرفه غوندې دي. په دې کې ټول وړاندې کېدونکي راپورونه هم یو اړخیز او نا موثق دي او موږ یې نه شو تاییدولی. موږ غوښتنه کوو چې په هغو ټولو غونډو کې د اسلامي امارت استازی شتون ولري چې د افغانستان په اړه بحثونه په کې کېږي ترڅو د یوه مسوول جهت په توګه شته اندېښنو ته ځواب ووايي او هغه راپورونه په منطقي دلایلو رد کړي چې حقیقت نه لري او هم د بشري حقونو اړوند ادارو وړاندیزونه واوري او پرې کار وکړي.»

بله خوا،  د سیاسي کارپوهان هم په ملګرو ملتونو کې د سرپرست حکومت د استازي شتون مهم بولي او وايي، دغه استازی کولی شي د اسلامي امارت د پالیسیو په اړه وضاحت ورکړي او د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

 د دوی په خبره، د  مخکېني حکومت د استازي او یا نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په اړه پرېکړه کول مثبتې پایلې نه لري.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « د ملګرو ملتونو سازمان یا نورې ادارې چې د بشري حقونو ادعاوې کوي، که د افغانستان د بشري حقونو په اړه راپور ورکوي دا ښه خبره ده خو په دې شرط چې راپور یې مستند وي او د افغانستان له هر ګوټ څخه راټول شوي مالومات په کې ځای پرځای شي نه دا چې د نا راضي خلکو، مخالفینو، مغروضو هېوادونو او څېرو آوازې اوري او بیا یې پر بنسټ راپور چمتو کوي.»

د بشري حقونو عالي شورا ۵۷مه ناسته د روانې سپټمبر پر ۹ نېټه پیل شوه او د اکټوبر تر ۱۱مې به دوام وکړي.

په دې ناسته کې د افغانستان په ګډون د مرکزي آسیا او افریقا د یو شمېر هېوادونو بشري وضعیت څېړل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist