Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/18

د ننګرها اوسېدونکي کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي رژیم له برید وروسته چې سلګونه ناروغان په کې شهیدان او ټپیان شول وایي، دا بریدونه نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی بلکې یو بشري ناورین هم بلل کېږي.

د دوی په خبره، د پوځي رژيم دا ډول بریدونه باید نه یوازې ونه زغمل شي بلکې مخه یې هم ونیول شي.

د ننګرهار اوسېدونکی زلمی وايي: « پاکستان زموږ آبادي او سوکالي نه شي لیدلی او غواړي موږ تل کمزوري او دوی ته محتاج اوسو.»

د ننګرهار اوسېدونکی محمد طارق وايي: « د پاکستان دا عمل له ټولو اسلامي، ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو خلاف کار دی. موږ دا عمل غندو او له اسلامي امارت غواړو چې د خپلو خلکو پوښتنه وکړي.»

ننګرهار مېشتي له اسلامي امارته غواړي چې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې له دفاعي حالته ووځي او تهاجمي حالت خپل کړي. د دوی په خبره، د ورته بریدونو د تکرار مخنیوي لپاره باید عملي او جدي ګامونه پورته شي.

د ننګرهار اوسېدونکی هجرت الله وايي: « دوی پر ملکي روغتون برید کړی او ناروغان یې شهیدان کړي. موږ پر دولت غږ کوو چې نور له دفاعي حالت ووځي او تهاجمي حالت خپل کړي.»

د ننګرهار اوسېدونکی زمری وايي: « د پاکستان او اسراییلو هېڅ توپير نه شته. اسراییلو په فلسطین کې پر روغتونونو بریدونه وکړل او پاکستان په افغانستان کې.»

ننګرهار مېشتي همداراز ټینګار کوي چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي او که اړتیا شي، د هېواد دفاع لپاره چمتو دي.

د ننګرهار اوسېدونکی کامران وايي: « موږ له پاکستان سره جګړه کې د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ یو او هر ډول قربانۍ ته چمتو یو. وطن پر موږ حق لري او حق په قربانۍ اداء کېږي.»

د ننګرهار اوسېدونکی خمار وايي: « زه په تېر حکومت کې سرتېری پاتې شوی یم او پوره تجربه لرم. که اړتیا شوه د هېواد او خاورې د دفاع لپاره له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه درېږم.»

له ننګرهار سربېره د هېواد ټولو ولایتونو کې پر روغتون د پوځي رژیم بریدونه له سختو غبرګونونو سره مخ شول.

د بلخ ولایت خلکو هم له اسلامي امارت د پاکستان ضد جهاد اعلانولو غوښتنه کړې او وايي، د هېواد دفاع لپاره سرښندونو ته تیار دي.

دغه راز، د هرات ولایت اوسېدونکي وايي، پاکستان په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي او له همدې امله باید نړیوالې جزايي محکمې ته کش شي.

د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د معتادینو درملنې پر روغتون د پاکستان پوځي رژیم برید کې لږترلږه د ۴۰۰ کسانو شهادت او له ۲۵۰ ډېرو ژوبلېدل تایید شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist