Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 ولسمشر غني په رسمي سفر امریکا ته ولاړ.

admin by admin
2021/06/24

  افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر امریکا ته ولاړ.

 د  ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا  مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د دوو ښځو په ګډون د مذاکراتي پلاوي غړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره د ولسمشر غني ملتیا کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي: «  ولسمشر غني به په دې سفر کې له ولسمشر جوبایډن، د کانګرس او سنا له غړو او یو شمیر لوړپوړو امریکايي چارواکو او سیاستوالو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر نوي څپرکي، د دیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر تمویل او تجهیز، له ترهګرۍ سره د مبارزې پر موضوع او له افغانستان سره په اقتصادي او پرمختیايي برخو کې د امریکا د همکاریو پر سر بحث او خبرې وکړي.»

هېواد کې د  امنیتي حالت له ترینګلي کېدو  او امریکا ته د ولسمشر غني سفر په درشل کې د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکايي سرتېرو تر وتلو، ۶ میاشتې وروسته کېدای شي، افغان دولت وپرځېږي.

ورځپاڼې د امریکا استخباراتي ادارو د ارزونې پر بنسټ لیکلي، وروسته له دې،چې اوونۍ وړاندې  طالبانو په شمالي ولایتونو کې یو شمېر سیمې ونیولې، د امریکا استخباراتي ادارو خپلو مخکینو خوشبینانه وړاندوینو ته له سره کتنه وکړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist