Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني پر وسله‌والو ډلو د سختو بریدونو امر وکړ

admin by admin
2020/05/15

ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ، چې د جګړې د مدیریت له لارې دې سوله تامین کړي.

محمد اشرف غني د کابل او ننګرهار وروستیو بریدونو باندې غوصه و او کمانډو ځواکونو ته یې امر وکړ چې د خپلو ښځو او ماشومانو غچ دې واخلي او پر دښمن دې سخت ګوزارونه وکړي.

په همدې حال کې بیا نظامي کارپوهان د جګړې پر ځای سیاسي تفاهم د حل لاره بولي او د حکومت دا پریکړه پر ځای یادوي چې ځواکونه یې له دفاعي حالت څخه تعرضي ته واړول.

وروسته له هغې چې د پلازمینې په ګډون په څو نورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زور واخېست، ولسمشر غني یو ځل بیا د ویدیو پیغام او داځل د ځانګړو علمیاتو قول اردو قومندانۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ، چې نور دې د وسله والو پر وړاندې عملیاتونه پیل کړي.

محمد اشرف غني چې د پنجشبنې په ورځ د کمانډو ځواکونو قول اردو ته تللی و، په خپلو خبرو کې باور ښودلی چې ترهګرې ډلې د مخامخ جګړې توان نه لري او اوس پر ښځو او ماشومانو بریدونه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني داسې وویل (( دوی دومره وس نه لري چې د جګړې په مخامخ ډګر کې تاسې سره جګړه وکړي بلکې دوی دومره کمزوري شوي چې په روغتونونو کې ښځې او ماشومان په نښه کوي.دوی باید په دې فکر وکړي چې افغانستان خاص ځواکونه او کمانډویان لري او هیڅکله به بریا ته و نه رسیږي.))

ولسمشر غني وايي، چې طالبان له وطن څخه دباندې پراته دي او په دې فکر کې دي، چې د پخواه په څېر د وطن شتمني یو ځل بیا وپلوري او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل، چې طالبان دې نه پرېږدي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

ولسمشر غني داسې وویل (( دوی فکر کوي چې بیابه ستاسې تیارې او هیلکوپټرې په ګاونډیو هېوادونو وپلوري. د افغانستان اردو نه تجزیه کېږي او هیڅکله به تجزیه نه شي.د کومانډو خاصو ځواکونو بیرغ به تر ابده رپانده او هسک وي.د وطن زړورو سرتیرو د خپلو خویندو او میندو غچ واخلئ او داسې ګوزارونه دښمن ته ورکړئ چې له پښو وغورځول شي.))

نظامي کارپوهان بیا وايي، چې د طالبانو له خوا هم سیاسي خبرې او هم جګړه یوه لوبه ده او که طالبان خپل بریدونه ونه دروي جدي اړتیا ده، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه خپل عملیاتونه پيل کړي.

نظامي شنونکو امین ځاځي او میرزا محمد یارمند داسې وویل (( له دفاعي حالت نه تعرضي حالت ته د افغان ځواکونو ور ګرځول یو ښه امر دی خو هغه څه چې موږ له روانې ستونزې خلاصولی شي هغه په کلو او بانډو کې د امنیتي شوراګانو ایجادول دي،،،، دافغانستان دولت مکلف دی چې د خپلو استخباراتي او کشفي ارګانونو په مرسته ټولې هغه لارې چې ددولت مخالفین پرې تګ راتګ کوي او اکمالات کوي باید له منځه یوسي.جګړه د هیچا په ګټه نه ده او هر څوک چې جګړه غواړي باید له منځه یوړل شي.))

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د جګړې پر ځای پر سولې ټینګار وکړ اوتعرضي حالت ته یې تګ د دې لپاره غوره کړ چې د سولې شرایط ایجاد شي او طالبان عادلانه او تلپاتې سولې ته کېني.

خو طالبانو یو ځل بیا د کابل او ننګرهار خونړیو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي او د لا روښانتیا لپاره یې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist