Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: هغوی چې د جمهوریت صف کې نه ودریږي، نو دولت کې ورته ځای نشته

admin by admin
2021/04/18

ولسمشر غني، د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ۱۶ منسوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل.

په دغه غونده کې ولسمشر د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.

ولسمشر وویل، طالبان د جګړې د دوام مشروعیت نه لري او هغوی، چې د جمهوریت صف کې نه ودریږي دولت کې یې ځای نشته.

ولسمشر اشرف غني وایي: ((یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته. طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامۍ نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.))

ولسمشر له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وویل: (( نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هیواد نارامه وي د دوی هیواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي. ))

ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی، خپل لیدلوری یاد کړ او ټینګار یې وکړ، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زموږ غېږ ورته پرانېستې ده.

ولسمشر وویل، که طالبان جګړه انتخابوي  ډار نه بلکې ټینګه اراده لرو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist