Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني نن  امریکا ته ځي.

admin by admin
2021/06/23

د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر اجنډا ډېره واضح نه ده،خو له امریکا سره به د اړیکو په نوي پرانیستونکي فصل خبرې اترې ولري، چې د افغان حکومت لپاره یو مهم سفر بلل کېږي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار عبدالستار سعادت  وايي، امریکا ته د ولسمشر غني د سفر غوښتنه له هغه وخته وه، چې اجنډا یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل وو.

 سعادت وايي، اوس چې دا بحث تړل شوی، داسې باور کېږي،چې امریکا به ولسمشر غني ته واضح ووایي،چې د ده د قدرت په بیه هم کېدای شي باید افغانستان کې سوله وشي او غیر له دې به امریکا د مرستو د محدودیت بحث راپورته کړي.

سعادت زیاته کړه: « د سفر غوښتنه مخکې له امریکا شوې وه،هغه وخت اجنډا دا وه،چې امریکایان خپل پوځونه ونه باسي،خو دا غوښته ډېره وروسته ومنل شوه  اوس به دا بحث نه وي.

امریکایان به ظاهرا ځینې مرستې اعلان کړي، د حکومت ملاتړ به وکړي، خو په اصل کې د امریکا ولسمشر دا ځل ولسمشر غني ته واضح پیغام لري او هغه داده،چې که د ده په قدرت او قېمت هم کېږي، سوله باید وشي او کنه غیر له هغې به د امریکا د مرستو د محدودیت بحث وي.»

داسې باور کېږي،چې ولسمشر غني به د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي.

د امریکا د کانګرس یو شمېرغړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره کلک مخالف دي.

 د سیاسي چارو یو شمېر  تحلیل کوونکي وايي، تمه یې دا ده،چې ولسمشر باید له امریکا وغواړي،چې په پاکستان باندې فشار راولي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل نادیم  وايي:« پیغام د ولسمشر امریکا ته دا ده،چې افغان حکومت په یوازې توکه د نړیوالو د اکمالاتو او لوژیستیکو مرستو پرته د هغو هېوادونو او ډلو سره مبارزه نه شي کولائ، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په سیمه کې یې ثبات زیانمن کړی دی.»

امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له بې پایلو خبرو خوښ نه ښکاري.

افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالو هڅې د اوس لپاره له ناکامۍ سره مخ دي او د خبرو اترو په ځای د جګړې په ډګر فعالیت او تمرکز تر بل هر وخت زیات شوی دی.

ولسمشر غني په داسې مهال د یو پلاوي په‌ مشرۍ امریکا ته په سفر ځي،چې سیمه ییزه حکومتولي یې د طالبانو په مټ له کړکېچ سره مخ ده او نږدې هره ورځ یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist