Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني له سیاسي څېرو سره لېدنه کړې 

admin by admin
2021/08/10

  افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه د « ۱۴۰۰کال د زمري پر ۱۷مه» ارګ  له یو شمېر سیاسي څېرو سره  لېدنه کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغو لېدونو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ،د جمهوریت بقا او تداوم او دغه راز د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام لپاره نظریات تبادله شوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې یوه برخه:« په کتنه کې د امنیتي او دفاعيي ځواکونو، د جمهوریت بقا او تداوم د ملاتړ تر څنګ د دښمن د هجوم او پر وړاندې یې د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام، پياوړتیا او تجهیز پریکړه وشوه.»

خو کریم امین،چې له ولسمشر غني سره یې کتلي د ارګ په پاڼه خپاره شوي مالومات ردوي او  وايي، دوی یوازې له ولسمشر سره د سولې پروسې پر چټکوالي خبرې کړې دي.

محمد امین کریم وايي:« دغه ناسته چې زموږ تر منځ وشوه،د سولې اړوند وه،چې څنګه کیدای شي د سولې خبرې چټکې شي او په سوله ییز ډول واک وسپارل شي.له دې وراخوا موږ پر نورو موضوعاتو خبرې نه دي کړي.»

ولسمشر غني داسې مهال له سیاسیونو سره د ناستو لړۍ بیا پیل کړې،چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې د طالبانو په لاس د پنځو ولایتونو مرکزونه سقوط شوي.

د سولې خبرې مړې شوي او په ټوله کې سیاسي او نظامي وضعیت مات ښکاري.

د کندز پخوانی والي عمر ساپی وايي:« زه فکر کوم، چې د افغانستان کامیابۍ، د سولې او ثبات راوستو لپاره دا یو ډېر نېک ګام دی، خو کاش، چې دا یو پنځه کاله وړاندې شوی وی.» 

پر کور دننه سیاسي اجماع له لومړي سره د جمهوریت په چوکاټ کې د ضعف ټکی بلل کېدو،چې د جلا جلا لارو انتخاب د اوسني بد وضعیت یو لامل بلل کیږي.

د افغانستان د اوسني وضعیت د بدلون لپاره هر لوری خپل وړاندیزونه لري،چې ولسمشر غني د جمهوریت دوام او د ټاکنو له لارې د واک سپارل غواړي،طالبان د خپلو بندیانو خلاصون او واک درېیم ته ادرس ته سپارل غواړي،سیاسي څېرې بیا په دې تړاو ویشلي نظرونه لري،ځینې د جمهوریت دوام او ځینې بیا انتقالي او  د لنډمهالي حکومت ادرس غواړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist