Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني د ملي دسترخوان برنامه رسماً پرانېسته

admin by admin
2020/07/18

ولسمشر غني نن ماسپښين د ملي دسترخوان برنامه رسماً پرانېسته.

ارګ وايي، په همدې مناسبت په جوړ شويو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي، د ملي دسترخوان برنامه په دوو مرحلو کې عملي کېږي چې په لومړۍ مرحله کې یې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ چې ۱.۶۷ میلیون کورنۍ کیږي، شامل دي.

صالح دغه راز ويلي، دویمه مرحله هم په ۳۴ ولایتونو کې ترسره کېږي چې ۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلي او ۲.۵ میلیون کورنۍ به په کې شاملې وي.

د صالح په وینا، د لومړۍ مرحلې لګښت ۸۶ میلیونه ډالر او د دویمې مرحلې بودجه ۱۵۸ میلیون ډالره ده چې په مجموع کې به په دواړو مرحلو کې د افغان ملت ۹۰ سلنه تر پوښښ لاندې ونیسي.

ولسمشر غني بیا په دغو مراسمو کې ویلي چې ناچاري یوه پېښه نه، فاجعه ده او مسوول دولت د خپلو خلکو درد باید جدي وبولي، اقدام وکړي او واضح کړي چې د ملت او دولت ترمنځ یو ټولنیز تړون موجود دی. 

په دغو مراسمو کې ولسمشر غني  دغه د امنیتي میثاق د مثبتو اغېزو په اړه هم خبرې وکړې او ويلي یې دي، ((نن لومړنۍ ورځ ده چې د امنیتي راپور د لوستو پرمهال خبر شوم چې په کابل کې یوه امنیتي پېښه هم نه ده شوې، دا د خلکو د همکارۍ او د هغوی له لوري د سلګونه جنایتکارانو او مجرمینو پېژندلو پایله ده.))

 ولسمشر دا هم ويلي چې که څوک د بېوزلو له پیسو ناوړه استفاده کوي، نه یوازې له خلکو سره خیانت دی، بلکې له خدای سره خیانت دی.

ولسمشر وايي: ((په وزارتونو کې د مجرمینو کتل ملت ته سپکاوی دی. مجرمین او په ځانګړي ډول د پارلمان د وکیلانو اولادونه باید لومړی پخپله مسوول وي چې اولادونه یې مجرم نه وي او څوک چې دغه ډول اولاد روزي، له ملت څخه دې بښنه وغواړي.))

که څه هم ولسمشر غني د کوم چارواکي نوم یاد نکړ، خو وړاندې تر دې، د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چې په پارلمان کې د تخار د خلکو د استازې حبیبه دانش زوی زبیر دانش د پولیس لخوا نیول شوی او لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې ښيي زبیر دانش په ښار کې ډزې کوي او وسلې له ځانه سره لیږدوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist