Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر ازبکستان ته ولاړ

admin by admin
2021/07/15

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د منځنۍ او جنوبي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې نړیوالې غونډه کې  د ګډون په موخه نن سهار اوزبیکستان ته ولاړ.

افغان ولسمشر به په دغه غونډه کې د ګډون سربېره د ازبیکستان له ولسمشر  شوکت میرضیایف سره هم وګوري.

ارګ وایي، چې ولسمشر غني به د ځینو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا کتنو کې د نوي فصل په چوکاټ کې له افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړیکواو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

ټاکل شوې، چې د منځنۍ او سویلي اسیا او سیمه ییز اقتصادي اتصال فرصتونه او ستونزې په نوم غونډه به نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل شي.

په دغه غونډه کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي، چې ولسمشر غني به د افغانستان او ازبیکستان پر اړیکو هم خبرې وکړي.

ارګ ویلي، ولسمشر تاشکند ته دوه ورځنی سفر کوي چې تر ډېره به بحث تر اقتصادي راکړې ورکړې راوڅرخي.

دغې غونډې ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ورځي او امریکایي پلاوی به د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د اُتریش، چک جمهوریت، هنګري، سلواکیا او سلووینیا له مشرانو سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

په یاده ناسته کې اروپایي ټولنه هم غواړي، چې د افغانستان د امنیت پر موضوع خبرې وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي تګلارې مشر جوزېف بورېل ویلي، دوی دې ته ګوري، چې څنګه کېدای شي د بهرنیو ځواکونو پرته د افغان حکومت ملاتړ وکړي، چې په وینا یې دا هغه څه دي، چې دی به د اوونۍ په پای کې له ولسمشر غني سره پرې خبرې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist