Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشریزو ټاکنو ته کوم نوماند ځان نه دی نومولی

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/22

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پيل شو.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ چا نوم لیکنه ونه کړه.

د ټاکنو کمیسیون وايي؛ له دوه ویشتو ډېر کسانو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون  ډاډ ورکوي چې د پارلماني ټاکنو ترخو تجربو څخه یې زده کړه کړې او ولسمشریزو ټاکنو لپاره د بشپړ تیاري خبره کوي. 

د شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې پروسه پیل شوه خو د ورځې تر پایه هیچا نوم لیکنه ونه کړه.

د کمیسيون د طرز العمل په اساس نوماندان دوولس ورځې وخت لري تر څو خپل لومړني اسناد بشپړ او ټاکنو کمیسیون ته د نوم لیکنې لپاره حاضر شي.
د ټاکنو کیسیون وايي؛ ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې په لومړي ورځ له ۲۲ ډېرو احتمالي نوماندانو د نوم لیکنې فورمې او معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړې دي.

د ټاکنو کمیسیون ولسمشریزو ټاکنو لپاره د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکوي وايي؛ چې د را روانو ټاکنو لپاره امنیټي سکټورونو سره په یو پلان باندې کار کوي چې څنګه کیدای شي ټاکنې په مصونه توګه تر سره شي.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې ولسمشریز ټاکنو ته د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکوي چې تر اوسه هېڅ یو احتمالي نوماند بریالی شوی نه دی چې خپل ټاکنیز ټکټ پوره کړي.

د مالوماتو پراساس باور کېږي چې نوماندانو ته د مرستیالانو نه پیدا کېدو ټاکنیز ټکتونه ځنډولي دي.

د ټاکنو کمسیون وايي: نوماندان څوارلس ورځې وخت لري تر څو خپل مقدماتي اسناد بشپړ او نوم لیکنه وکړي. د ټاکنو کیسیون وايي، د حنیف اتمر، شیدا محمد ابدالي، زلمي رسول، عبدارشید دوستم، رحمت الله نبیل انورالحق احدي او د احمد ولي مسعود په ګډون ۲۲ احتمالي نوماندانو د نوم لیکنې معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي.

د ټاکنو کمیسیون ولسمشریزو ټاکنو داسې مهال د پوره چمتوالي خبره کوي چې د کابل په ګډون د ځينو ولایتونو د ولسي جرګې پایلې نه دي اعلان شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist