Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولایتي مسؤولینو ننګرهاریانو ته سرخوږی جوړ کړی

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/20

اوس د پاکستان وېزه ترلاسه کول اسانه کار نه دی؛ خوخلک مجبوریتونه لري.

ننګرهار کې خلکو شکایت کړی، چې ولایتي ادارې د پاکستان وېزې اخېستلو لړۍ  انحصار کړې.

والي د چارو د تنظیم او فساد مخنیوي لپاره کمېسیون جوړکړی او پرته د هغوی له امضا‌ء او مهر یې د پاکستان په وېزو بندیز لګولی دی.

خلک او د ولس استازي وایي، ولایتي ادارې دا کار د خپلو ګټو په خاطر کړی او فساد تر پخوا اوس ډېر کېږي.

هلته خلک یوازې د والي له لورې د جوړ شوي کمېسیون امضاء او مهرته شپې په سړک سبا کوي او د پولیسو له لوري یې وهل او ډبول هم حتمي دي.

ولایتي اداره وایي، په ټول توان یې د ستونزو د حل هڅې روانې کړي.
دلته ناست خلک به په اوونیو انتظارکوي، چې د ولایتي ادارې له لوري د چارو د سمون په موخه د جوړشوي کمېسیون مهر او مضاء د وېزې په فورمه ترلاسه کړي، چې خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی.

دلته ځینې ارزښتونه هم تر پښو لاندې کیږي او حتی د غرور شملې هم د وینو د خوږلن پټۍ شوي دي.
ناروغ لرونکي له خپلې بې وسۍ ژاړي او نور بیا له ولسمشر ګیلې لري، چې ننګرهار یې له پامه غورځولی.

د ولس استازي هم له دې بهیر راضي نه دي او نیوکې لري.
ولایتي اداره وایي، په ټول توان یې د ستونزو د حل لپاره هڅې پیل کړی، چې نږدې ورځو کې به د وېزو شمېر ډېر او هم به د وېزو د ورکړې پروسه خصوصي شرکت ته وسپارل شي.

د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو په برخه کې د ولس چغې له کلونو پورته کېږي؛ خو تراوسه یې چا غږنه دی اورېدلی.

نیوکې دا دي چې ددې ستونزې په دایمي حل کې د یو شمېر چارواکو او اشخاصو تاوان دی نو ځکه حل لار نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist