Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/26

د هرات په کرنیزو سیمو کې چې هر کال د وچکالۍ له ګواښ سره مخ وې، سږ کال د بارانونو زیاتوالي د کروندګرو لپاره د نوو هیلو زېري راوړي.

فرید احمد یو له هغه کروندګرو دی چې د طبیعت له دې بدلون څخه خوښ او راتلونکي فصل ته هیله‌من دی.

نوموړي سږ کال پر خپلې دوه نیم جریبه ځمکې غنم کرلي او وايي، د تېرو کلونو په پرتله چې د اوبو کمښت یې کرنیزې چارې له ستونزو سره مخ کړې وې، سږ کال پر وخت او کافي ورښتونو د غنمو وده ښه کړې او د حاصلاتو د زیاتوالي تمه یې ډېره کړې ده.

کروندګر فرید احمد وايي: « ډېر باران د کښتونو د ودې سبب کېږي او بیا ښه حاصلات ورکوي. که خدای کول، سږ کال به ښه پرېمان حاصلات ولرو او ژوند به مو ورسره ښه شي.»

په هرات کې ډېری کروندګر د باراني اوبو پر بنسټ کرنه کوي او د اوبو هر ډول بدلون د دوی پر ژوند مستقیم اغېز لري.

سږ کال د بارانونو دوام نه یوازې د غنمو بلکې د نورو فصلونو لپاره هم ګټور تمام شوی، خو د کیمیاوي سرې د بیو لوړوالی بیا هم د کروندګرو لپاره یوه ستونزه پاتې ده.
کروندګر ټینګار کوي چې دوی اوس هم اصلاح شويو تخمونو، کیمیاوي سرې او د کرنیزو حاصلاتو ساتلو لپاره سړو خونو ته اړتیا لري.

د امېد په نوم یو کروندګر وايي: « یوه بوجۍ سپینه سره ۲۵۰۰ او یوه بوجۍ توره سره ۷۰۰۰ افغانۍ ده. نه یوازې زه بلکې د دې خاورې هر بزګر له چارواکو غوښتنه کوي چې سړې خونې جوړې کړي. تېر کال زموږ د پیازو محصولات ټول ضایع شوې، حتا توربانجان مې په بوټو کې پرېښودل، ځکه چې بازار یې نه درلود.»

کروندګر ګل احمد وایي: « له حکومت غوښتنه کوو چې سړې خونې جوړې کړي، ترڅو موږ خپل محصولات په کې وساتو او په ارزانه بیه یې ونه پلورو.»
په ورته مهال، د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له تېر ژمي راهیسې هرات ښار کې ۱۶۵ میلي متره او ولسوالیو کې تر ۲۷۵ میلي متر ورښت چې له دې سره به د کرنیزو حاصلاتو کچه هم لوړه شي.

د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي وايي: « تاسو ته معلومه ده چې د للمي غنمو کښت په بارانونو پورې اړه لري. که باران ونه شي موږ للمي نه شو کرلی. سږ کال د کرنې وزارت له خوا په ډېر ښه وخت کې یو شمېر بزګرانو ته د للمي او اوبیزو غنمو تخمونه ووېشل شول او د هغوی له خوا وکرل شول. همدارنګه سږ کال ښه ورښتونه هم وشول او زه باور لرم چې ښه حاصلات به ولرو.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال هرات کې ۱۸۰ تر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو باندې غنم او څه باندې ۲۲۰ زره هکټاره ځمکو هم نورې غلې دانې او حبوبات کرل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist