Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وثیق یو ځل بیا پر پخوانیو چارواکو او سیاسیونو هېواد ته د راستنېدو غږ وکړ

وثیق یو ځل بیا پر پخوانیو چارواکو او سیاسیونو هېواد ته د راستنېدو غږ وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/07

له افغان ملي شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په ټولو هغو پخوانیو دولتي چارواکو او سیاسیونو چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې هېواد پرېښی او بهر وتلي غږ وکړ، چې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.

د دغه کمېسیون وياند احمد الله وثیق وايي، اوس امنیت تامین او په هېواد کې د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره ده او هغه کسان چې اوس بهر کې دي کولی شي چې خپل هېواد ته راستانه شي او په ډاډمنه فضا کې د افغانستان په پرمختګ او بیا رغونه کې ونډه واخلي.

وثیق زیاتوي، هغه څېرې چې له بهره منفي تبلیغات کوي خپلې شخصي ګټې په خطر کې ویني او په خبره یې ټول هغه افغانان چې د سوی تفاهم او یا هم تبلغاتو له امله بهر ته تللي او هلته پاتې دي ډاډه دې اوسي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دوی کولی شي چې خپل هېواد ته راشي او د تبلغاتو تر اغېز لاندې دې نه ځي.

هغه وايي: « هر هغه افغان چې د منفي تبلغاتو له امله له هېواده وتلی، هغوی ته بلنه ورکوو چې د امیرالمومنین حفظه‌الله د عفوې له عمومي فرمان او دې نېک فرصته ګټه واخلي او خپل هېواد ته دې راشي او په خپل وطن کې له دوستانو او خپلوانو سره یو ځای ژوند وکړي. الحمدالله افغانستان امن دی او ټول هغه کسان چې په تېره اداره کې یې دندې ترسره کړي او هغه چې دنده یې نه ده ترسره کړې خو له هېواده تللي را دې شي او په خپل وطن کې دې واوسېږي.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له رامنځته کېدو تردې مهاله له ۸۰۰ زیات هغه افغان چارواکي او سیاسیون چې د جمهوریت له سقوط سره سم، له هېواده وتلي وو له دغه کمېسیون سره د اړیکو له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د ویاند په خبره، په بېرته راغلو کسانو کې د تېر حکومت وزیران، د پوځ جنرالان، امنیه قوماندانان، د ملي شورا او ولایتي شوراګانو غړي، د وزارتونو معینان او ولسوالان شامل دي.

وثیق وايي: « له کومې ورځې چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ایجاد شوی، تر دې مهاله له۸۵۰ زیات کسان له دې لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د وزیرانو په کچه کسان راغلي دي، د وزارتونو د معینانو په کچه راغلي، والیان، ولسوالان، امنیه قوماندانان، د پارلمان او شوراګانو غړي دا ټول راغلي او ترڅنګ یې ډېر شمېر هغه کسان چې مسلکي او وړ کسان وو او پخوا ورته دلته د راتګ زمینه برابره نه وه، هغه هم خپل هېواد راستانه شوي او په کارونو بوخت دي.»

له هغې وروسته چې جمهوریت نسکور شو او اسلامي امارت واک ته ورسېد، د اسلامي امارت زعیم ملا هبة الله اخندزاده د عمومي عفوې اعلان وکړ چې اوس د اسلامي امارت چارواکي په وار وار د تېر نظام له سیاسیونو او چارواکو غواړي چې د عفوې له دغه فرمان ګټه واخلي او د بیا ځلي لپاره دې د نورو په خبرو نه تېروځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist