Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وثیق: امریکا نه غواړي د نړۍ نور هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني

وثیق: امریکا نه غواړي د نړۍ نور هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/27

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې درې کاله په پوره کېدو دي خو تراوسه له ګاونډیو هېوادونو نیولې تر لوېدیځ، سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمد الله وثیق  له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې وایي، لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې ماتې خوړلې او له اوسني حکومت سره عقده پالي چې د هېڅ لورې په ګټه نه ده.

 وثیق زیاتوي، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لوی خڼد لوېدیځ په تېره بیا امریکا ده او نه غواړي چې د نړۍ نور هېوادونه په افغانستان کې سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژني.

وثیق وايي: « ډېری هېوادونه ټول هغو هېوادونو ته په تمه دي او د هغوی خوښې او پرېکړې ته منتظر دي چې نړۍ کې یې ډېر راج چلېږي.»

د دوحي د هوکړې تطبیق، د نجونو او ښځو کار او زده کړو ته اجازه، د ټولشموله حکومت جوړېدل، ترهګرۍ سره جدي مبارزه، نشه یي توکو سره مبارزه او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېدل ټول هغه مسایل دي چې د رسمیت پېژندنې لپاره مطرح شوي دي.

خو وثیق  دې مرکه کې پورتنیو مسایلو ته حکومت ژمن بولي او زیاتوې، چې نړیواله ټولنه او هېوادونه  پورتني مسایل پلمه او  د سیاسي فشار په توګه کاروي او په خبره یې اسلامي امارت له نړۍ سره تعامل غواړي، ځکه اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي دي او د امریکا په شمول به یوه ورځ ټول هېوادونه سرپرست حکومت پر رسمیت سره وپېژني.

وثیق وايي: « زما په نظر دا هسې پلمې دي چې نړۍ نه غواړي افغانستان په رسمیت وپېژني. افغانستان ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې یو هېواد پرې په رسمیت پېژندل کېږي او یوه ورځ به هرومرو داسې راځي چې دا حقیقت به دوی مني، ځکه افغانستان د نړۍ د هېوادونو یوه برخه ده، نړۍ افغانستان ته اړتیا لري او افغانستان نړۍ ته، دا هېواد د نړي له نقشې نه شي حذف کېدای، ځکه دلته یو ملت، یو هېواد او یو ولس موجود دی. حکومت فعال دی، اړیکې لري او دا به پر رسمیت پېژندل کېږي.»

احمدالله وثیق د دې مرکې په یوه بله برخه کې د نجونو د زده کړو او کار په تړاو وایي، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو مساله دایمې نه ده، بلکي په خبره یې د مناسب او په شریعت برابر چاپېریال پر رامنځته کېدو سره به نجونې بېرته خپلو زده کړو ته ستنې شي.

هغه زیاتوي: « ویاندویانو هم دا خبره کړې ده چې په مطلقه توګه ښوونځي او پوهنتونونه نه دي تړل شوي. دوی پر یوه طرحه یا لایحه کار کوي څو زمینه برابره کړي او په دې برخه کې پرمختګ وشي.»

وثیق په دې مرکه کې ویلي، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له جوړېدو تراوسه ۹۴۰ تنه د مخکېني حکومت غړي او سیاسيون بېرته راستانه شوي دي، او په خبره یې سرپرست حکومت راستانه شویو کسانو ته د خوندیتوب کارتونه هم ورکړي دي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت دمګړۍ په ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لري او دغه استازولۍ په دوامداره توګه خپلې چارې پرمخ وړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist