امریکا کې افغان سفارت د دغې ودانۍ د رغیدلي دیوال په اړه وضاحت ورکړی دی.
واشنګټن کې افغان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټول هغه لګښتونه چې پر دغه دیوال شوي، خپاره کړي یې دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې دغه دیوال ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د سختو ورښتونو له امله غورځیدلی دی.
سفارت لومړی د جی جي په نوم یوه شرکت سره د دغه دیوال رغولو قرارداد وکړ چې د موقتي رغونه یې لومړی ۶۸ زره ډالر و او بیا ۸۸ زره ډالرو ته پورته شو.
اعلامیه وايي د ځينو حقوقي ستونزو له امله دغه قرارداد فسخه شو او بیا د دیوال بشپړې رغونې لپاره له څو شرکتونو سره قرارداد وشو چې ټول لګښت یې ۱.۸ میلیون ډالرو ته رسیږي.
اعلامیه کې راغلي چې دغه قرارداد د افغانستان د مالیې وزارت او افغانستان د قوانینو سره په همغږۍ کې شوی دی.











