Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

واشنګټن پوست: امریکا او اسلامي امارت د افغانستان کنګل شویو پیسو خلاصون په اړه پر یوه میکانیزم کار کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/30

واشنګټن پوسټ د خپلو امریکایي سرچینو په حواله ویلي، د ولسمشر جو بایډن اداره دا مهال له اسلامي امارت سره د یوه داسې میکانیزم جوړولو په خبرو بوخته ده،چې پر بنسټ به یې د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوې شتمني ټوله یا هم یوه برخه آزادیږي.

د یاد امریکایي نشريې په راپور کې ویل شوي، دا پیسې افغانستان کې د بشري ناورین سره د مبارزې په موخه آزادیږي او اجازه به ورنه کړل شي،ترڅو طالبان ترې ناسمه استفاده وکړي.

د راپور یوه برخه:«  د بایډن ادارې له طالب چارواکو سره پر داسې یو میکانیزم کار کوي،چې پر بنسټ به یې طالبان وکولای شي،چې ټولو کنګل شویو پیسو یا د دغو پیسو یوې برخې ته لاسرسی ولري،تر څو له  روان انساني ناورین سره مرسته وکړای شي. امریکا په ورته مهال کې هڅه کوي، ترڅو ډاډه شي،چې دا پیسې په ناسم ډول نه کارول کیږي.» 

له دې  سره همهاله د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي  پر مشرۍ د افغانستان بانک او مالیې وزارت چارواکو یو پلاوی د قطر پلازمینې دوحې ته روان شوی او ټاکل شوې ده،چې هلته د امریکا متحده ایالتو له ځانګړي استازي توماس ویسټ او د دغه هېواد د خزانې وزارت له چارواکو سره وګوري.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغه لیدنه کې به د سیاسي او ګڼو نورو موضوعاتو په ګډون پر بانکي نظام هم خبرې وشي.

اخوا  اقتصاد پوهان په دې باور دي،که اسلامي امارت د امریکا متحده  ایالتو شرایط ومني او ژمنې ورسره وکړي،نو دا سفر به له لاسته راوړنو ډک وي او د افغانستان کنګل شوې پیسې به راخلاصې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه لعل ځاځی وايي:« که چیرته طالبان ژمنه وکړي،چې دغه پیسې به له پولي سیاست سره په مطابقت کې لګوي او په نورو برخو کې به یې نه لګوي. نو زه هېله من یم،چې دا سفر به له لاسته راوړنو ډک وي او افغانستان به دا پیسې ترلاسه کړي.» 

د واشنګټن پوسټ په دغه راپور کې ویل شي، امریکامتحده ایالت ښایي د یادو پیسو د پر ځای کارونې لپاره درېیم صندوق جوړ کړي، تر څو د دې ډاډ ورکړل شي،چې پیسې یوازې د روان ناورین د مهار کولو لپار کارول کیږي.

ځینې نور بیا د کنګل شوې پانګې آزادول د بانکي نظام د ښه والي لپاره اړین بولي،خو ټینګار کوي،چې د ستونزو د بشپړ حل لپاره اړتیا ده،تر څو اسلامي امارت له نړیوالو سره تعامل وکړي او په نهایت کې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« که اسلامي امارت په دې وتوانیږي،چې کنګل شوې پیسې راخلاصې کړي، دا به د  افغانستان پر بانکي سیسټم مثبت اغیز ولري، خو دا چاره یوازې بسنه نه کوي. اړتیا ده،چې افغان حکومت له نورو هېوادونو سره اړیکې ورغوي. نو د دې لپاره اړتیا ده،چې حاکم نظام د نړیوالو او افغانانو غوښتنه ومني،ترڅو په نهایت کې نړیوال مشروعیت ترلاسه شي.» 

د امریکا متحده ایالتو دا مهال د افغانستان مرکزي بانک اووه میلیارده ډالر کنګل کړي،خو د دغو پیسو نیمایي برخه د ۲۰۰۱ کال سپټمبر پېښې ته ځانګړي شوي دي.

د واشنګټن پوسټ په دې راپور کې نه دي ویل شوي،چې امریکا متحده ایالت د افغانستان ټولې کنګل شوې پیسې آزادوي  او که نیمایي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist