Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

واشنګټن پر کابل د فشارونو زیاتولو خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/05/11

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت وايي، که اسلامي امارت د ښځو او نجونو په تړاو خپل دریځ بدل نه کړي، فشارونه به پرې زیات  کړي. 

یاد وزارت ویاند نیډ پرایس وايي،له خپلو متحدینو او همکارو هېوادونو سره به پر ګډه دا کار وکړي .

پرایس زیاتوي:«که اسلامي امارت د ښځو او نجونو په تړاو خپل دریځونه بدل نه کړي.نو فشارونه به پرې زیات شي او دغه کار به له خپلو متحدینو سره پر ګډه وکړي.» 

خو د اسلامي امارت غبرګون بیا دا دی،چې د ښځو حجاب مسله د افغانستان داخلي مسله ده او د امریکا متحده ایالت باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه کړي. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي،د امریکا متحده ایالت باید افغانانو د روان بشري وضیعت په تړاو خپل مسوولیت ادا کړي او د زور غږولو پرځای دې له ډيپلوماتیکو لارو مخکې لاړ شي. 

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي،نړیوال او زبر ځواک هېوادونه کولای شي، چې پر افغانستان نور فشارونه هم وارد کړي،ښايي د تورلیست بحث بیا راتازه کړي او دا د اسلامي‌امارت پر نړیوالو سفرونو، اړیکو او بهرني سیاست منفي اغیز کولای شي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:«دوی کولای شي، زبر ځواک هېوادونه په ځانګړې ډ ول  غربي نړۍ چې په افغانستان باندې نور قیدوتات هم وضع کړي، لکه د تور لیست مسله بیا راوپورته کړي او ورته سزا وټاکي، د طالب چارواکو پر سفرونو او په کنفرانسونو کې پرګډون یې قیودات وضع کړي او پرې نه ږدي،چې دوی بهر ولاړ شي. خیریه موسیسې منع کړي،چې له افغانستان سره نوره  مرسته ونه کړي، د افغانستان په سوداګرۍ بندیزو ولګوي،د افغانستان په پروازونو بندیزونه ولګوي، په ټوله کې کولای شي چې زیات قیو دات وارد کړي،خو زجر به یې ملت ته راځي .» 

خو ځینې بیا وايي،نړیوال خپله د ښځو حقونو ته ژمن نه دي،په خپلو هېوادونو کې یې پرمسلمانو ښځو حجاب مراعت کول منع کړي،خو په اسلامي ټولنه کې بیا د اسلامي حجات مخالفت کوي. 

دوی وايي، په داسې شرایطو کې  چې ټوله نړۍ د اسلامي امارت پر خلاف ده او پلمې ورته لټوي پکار نه وه،چې دښځو د حجاب په تړاو دې تصمیم ونیول شي او پلمه دې په لاس ورکړل شي. 

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« که چیرې ته په خپله خاوره کې حجاب ممنوع کوې او وايي، ښځې باید حتمآ سرلوچه وګرځي،که زه خپله اسلامي خاوره کې اسلامي قانون تطبیق کوم،نو ته څنګه خپل غربي قانون ماته په زورراولې او پرمایې تطبیق کوې او وايي ته که دا ونه کړې،تاسره دا عمل کوم. که څه هم په دغو شرایطو کې چې ټوله نړۍ د اسلامي امارت خلاف ده او بهانې ورته لټوي،نو موږ په لوی لاس ولې پلمې ورته په لاس ورکوو.» 

د امریکا متحده ایالت د  اسلامي امارت د وروستیو پریکړو په غبرګون کې دا ویلي،چې فشارونه به پرې زیات  کړي .

تر دې وړاندې نورو نړیوالو بنسټونو هم د ښځو د حقونو او حجاب په تړاو د امربالمعروف د حکم په تړاو سخت غبرګونونو ښودلي وو. تازه د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني په یوه غونډه کې ویلي، د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلامه متنفره نه شي او د خلکو په خیال ساتلو یې ټینګار کړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist