امریکا له طالبانو غوښتي چې خپل چلند کې بدلون راولي.
که امریکایي ولسمشر د اوس لپاره طالبانو سره خبرې درولي، خو د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو له تازه خبرو داسې ښکاري چې امریکا بیا خبرو لپاره اراده لري که طالبان په خپل چلند کې بدلون ته زړه ښه کړي.
طالبانو او امریکا ژمنې تر اوسه پټې دي، خو امریکا دا ډله دوی سره په کړو ژمنو کې پاتې ګڼي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو (( موږ حقیقي پرمختګ کړی و، خو په پای کې طالبان له حده واوښتل. دوی هېره کړه چې امریکا تل د خپلو ګټو دفاع کوي .طالبان د یو شمېر کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلل، له همدې کبله ولسمشر ټرمپ وویل چې دا هوکړه نه کوي او له هغه چا سره مرسته نه شي کولی چې پر خپلو ژمنو درېدای نه شي.))
طالبانو امریکا ته په غبرګون کې د جګړې په دوام ټینګار کړی او خبر پاڼه کې یې ویلي چې دا هېواد به تاوان وکړي.
د طالبانو خبرپاڼه کې داسې لیکل شوي (( د هوکړې له لاسلیک مخکې له مذاکراتو وتل امریکايي لوري کې د حوصلې او تجربې نشتوالي ښکاره کوي. له افغانستانه څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو به خپلې جګړې ته دوام ورکړو.))
ملګرو ملتونو ټینګار د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مزاکراتو په پیل دی چې باور کېده امریکا سره له هوکړې وروسته به پیل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرس داسې ویلي ((ملګري ملتونه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو غوښتنه کوي. طالبان او نورې ترهګرې ډلې دې د ټاکنو کارکوونکي او رایه ورکوونکي نه په نښه کوي. په افغانستان کې اوس روان وضعیت د اندېښنې وړ دی.))
د خبرو اترو له ځنډېدو سره د جګړې اړخونو د تاوتریخوالي خبرداری ورکړل، خو پاکستان په سیاسي جوړجاړي باندې ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې داسې راغلي (( پاکستان پر خپله اصلي تګلاره ټینګار کوي چې په افغانستان کې د شخړې پایته رسولو لپاره نظامي حل لار نشته او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د خبرو له لارې د روان سیاسي جوړجاړي او سولې لپاره سره یوځای شي.))
ایران چې له امریکا سره خپله په شخړه کې راګیر دی ویلي، هغوی چې مات شوي له افغانستان دې ووځي او تهران چمتو دی چې د خپلو ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي په لمنځه وړو کې همکاري وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف داسې ویلي (( مات شوي بهرنیان باید ووځي او ورور وژنه باید ودریږي، په ځانګړې توګه هغه نوې وینه تویېدنه چې بهرنیان ترې ګټه اخیستلی شي. ایران چمتو دی چې له افغان حکومت او نورو اړخونو او ګاونډیو سره د تاوتریخوالي درولو لپاره کار وکړي))
د بیاځلې خبرو پیلېدو ته تمې کمرنګه دي، خو د اړخونو د چلند په اړه کوم بدلون راتلونکې کې نه راځي که خبرې پیل هم شي په پخوانیو به راڅرخي چې په بشپړه توګه پای ته رسېدلې دي.
له امریکا او طالبانو غوښتنه داده چې خبرې دې بیا پیل شي او هېڅ لوری دې په وړو وړو پلمو د سولې له خبرو شاتګ نه کوي.











