Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې مرګوني سېلابونه؛ ډېکر او وېسټ د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې

هېواد کې مرګوني سېلابونه؛ وروستیو دوو ورځو کې ۲۱ تنه مړه او ۱۹ ژوبل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/28

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تېرو دوه ورځو کې سېلابونو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وایي، په بدخشان، بامیانو، بغلان، سمنګان، تخار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې سېلابونو تېرو دوو ورځو کې ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ژوبل کړي دي.

دوی زیاتوي، چې سېلابونو ۹۸۲ کورونه په کلي او جزي ډول ویجاړ کړي، ۵۰۰ څاروي تلف شوي او په بدخشان کې د یوې کورنۍ ۹ غړيو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د څلورو يې جسدونه موندل شوي او د پاتې نورو د موندلو هڅې دوام لري.

د دوی په خبره، په سېلاب ځپلو سیمو کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی کم شوی او د مرستندویه بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي چې سیمو ته پاکې اوبه ورسوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي:« د روان کال د غبرګولي له څلورمې تر شپږمې نېټې پورې په بدخشان، بغلان، بامیانو، سمنګان، تخار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله له بده مرغه ۲۱ تنه هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۱۹ تنه هېوادوال مو ژوبل شوي…. د هېوادوالو شاوخوا۵۰۰ څاروي هم تلف شوي دي، د دې ترڅنګ ۹۸۲ کورونه په کلي او جزي توګه وېجاړ شوي دي. د کومو هېوادوالو چې د پاکو اوبو زېرمې وېجاړې شوي، موږ هڅه کوو چې له موسسو او خیریه بنسټونو سره په همکارۍ هغوی ته د پاکو اوبو زمېنه هم برابره کړو.»

وروستيو سېلابونو چې په بغلان، غور، تخار، فاریاب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، لغمان، بادغېس، بامیان، فراه، نورستان، کاپیسا او پروان کې راوتلي وو، له مرګ ژوبلې سربېره یې پاکو اوبو او لوړمړنیو روغتیایي خدماتو ته یې د زیانمنو کسانو لاسرسی ستونزمن کړی.

یونېسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په سېلاب ځپلو سیمو کې زیانمن کسان د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او هره ورځ ۲۲ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه رسوي.

یونېسف زیاته کړې:« په وروستیو سېلابونو کې د اوبو ډېری سیسټمونه ویجاړ شوي او کورنۍ د څښاک، پخلي او حمام لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره مبارزه کوي. یونېسف هره ورځ دغو ټولنو ته د اوبو لارۍ لېږدوي او هره ورځ د ۲۲ زره کسانو لپاره، د هر کس لپاره په کافي اندازه ۱۵ لېټره پاکې اوبه برابروي.»

د اقتصادي چارو شنونکي د یونېسف له لوري زیانمنو کورنیو ته پاکې اوبه رسول یو ښه اقدام بولي او له سرپرست حکومت او نورو نړيوالو مرستندویه بنسټونو یې غوښتنې دا دي، چې په سیمه کې اړتیاوو ته په کتو باید په بېلابېلو برخو کې د سېلاب له امله رامنځته شویو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی وايي:« مهمه دا ده چې په هغو سیمو کې چې دغه خلک زیانمن شوي، له هغو خلکو په دغه وېش له دوی مشوره واخلي، هغه خلک هلته ډېر بلد دي، د خلکو ستونزې پېژني، د وېش برخه کې هم باید له مختلفو چینلونو استفاده وشي.»  

له دې سربېره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وایي، په سېلاب ځپلو سیمو کې له ۵ زره کورنیو سره یې د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې او په روغتایي برخه کې د لا ډېرو امکاناتو د برابرولو خبره کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist