Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولو تړون لاسلیک شو

هېواد کې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولو تړون لاسلیک شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/03

د برېښنا له اړخه د هېواد ځان بسیاینې پر لور ستر ګام واخیستل شو.

 د اوبو او انرژۍ وزارت او عزیزي ګروپ ترمنځ د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې داسې سترې پروژې هوکړه لاسلیک شوه چې له عملي کېدو سره به یې هېواد کې ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید شي.

د عزیزي ګروپ له مالي ملاتړ برخمنه دا پروژه چې د مشخصو سیمو له اوبیزې، لمریزې، بادي او حرارتي انرژۍ به برېښنا تولیدوي او د ټرانزېشن یا لېږد سیسټم له لارې به نورو ولایتونو ته انتقالېږي.

د دې پروژې د ډیزاین چارې تر شپږو میاشتو پای ته رسېږي او له هغې وروسته به یې عملي چارې پیل او په اوو کالو کې بشپړې شي.

د عزیزي ګروپ عمومي رییس میرویس عزیزي وايي: « د همدې تفاهم نامې له لاسیک کېدو وروسته د پروژې ډيزاین پيل کېږي؛ کله چې هېواد کې ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید شي، له نن ورځې اووه کاله وروسته به ټول افغانستان له برېښنا برخمن شي، سلګونه نوي سوداګر به کاروبار ته مخه کړي او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.»      

په دې اړه ترسره شوې سروې له مخې، د دې ۱۰ ‌زره مېګاواټه برېښنا له جملې، ۳۴۰۰ مېګاواټه له ډبرو سکرو، ۳۷۰۰ مېګاواټه له ګازو، ۲۰۰۰ مېګاواټه له اوبو او شاوخوا ۷۰۰ مېګاواټه له بادي سرچینو تأمینیږي چې مرکزونه به یې تر ډېره په بلخ، بامیانو، بغلان، هرات، فراه او نیمروز ولایتونه کې وي.

په ورته مهال، دا پروژه په راتلونکي کې د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لوري لومړی ګام بلل کیږي او له عملي کېدو سره به یې په هېواد کې د وارداتي برېښنا ستونزه حل او له اقتصادي، صنعتي او کرنیزې ودې سربېره به د دولتي عوایدو په لوړولو او د بېوزلۍ په راکمولو کې مرسته وکړي.

د عزیزي ګروپ مشر وايي، د دې پروژې ۹۸ سلنه کارګران به افغانان وي او د پروژې په اړوند برخو کې تر روزنې وروسته به په مستقم ډول په کار وګومارل شي.

عزیزي زیاتوي: « د دې پروژې په چوکاټ کې له تر ۶ میاشتو وروسته له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دې لپاره چې موږ مسلکي کسان وروزو، موږ استادان ګومارلي دي او غواړو د روزنې لپاره یو مرکز هم جوړ کړو، ترڅو افغاني کارګران د برېښنا اړوند کارونو لپاره وروزي. د دې سترې پروژې لپاره سلګونه زره مستقیم بشري ځواک ته اړتیا لرو او سلګونه زره نور به غیر مستقیم مصروف شي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین د دې سترې پروژي تطبیق نه یوازې د لنډمهال بلکې د اوږدمهال لپاره حیاتي بولي او د سرپرست حکومت له اړخه د امنیت ترڅنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د دې وزارت سرپرست  ملا عبداللطیف منصور وايي، د نړیوالو مرستو له بندېدو او پراخو اقتصادي بندیزونو سربېره، توانېدلي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د برېښنا په برخه سترې پروژې پیل او عملي کړي.

منصور وايي: « افغانستان کې تقریبا ً زموږ ټولې زېربناوې له منځه تللې دي او تر ډېره سب سټېشنونه نه لرو. دا سمه ده چې موږ به برېښنا تولید کړو، خو باید مدیریت هم شي. موږ حاجي صاحب ته اطمینان ورکوو چې دلته ډېر ښه منابع شته، که تاسو له اوبو، ګازو، باد یا لمر برېښنا تولیدوئ، منابع یې شته دي، خو باید دا برېښنا جذب هم شي او تر ملت پورې ورسول شي. په دې مسایلو به هم خبرې کوو چې چېرته سب سټېشن ته اړتیا ده، چېرته شبکې الو لین غځولو ته.»        

د برېښنا تولید دې سترې پروژې هوکړه داسې مهل لاسلیک کېږي چې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، راتلونکو څو اوونیو کې به د هرات پاشدان بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه بند د هرات په کرخ ولسوالۍ کې جوړ شوی، د ۵۴ میلیونو متر مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري، دوه مېګاواټه برېښنا به تولید کړي او ۱۳ هکټار کرنیزه ځمکه خړوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist