Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
‏هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۰ تنه مړه او ۳۶ نور ژوبل شوي

هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله ۷۰ تنه مړه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/18

د هېواد په ډېری ولايتونو کې له څو ورځو راهيسې په دوامداره توګه د سختو ورښتونو او په لړ کې يې د سېلابونو راوتلو له امله خلک په پراخه کچه زيانمن شوي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند عارف جانان سایق وايي، د يادو سېلابونو له امله ۷۰ کسان مړه او د ۵۶ نورو له ژوبل کېدو سربېره د درېيو جوماتونو او ۴ ښوونځيو په شمول ۲۶۲۷ بابه کورونه هم په نیمه او بشپړ ډول تخریب شوي دي.

د سایق په خبره، د لسګونو کسانو له مړینې سربېره شاوخوا ۲۰۱۷ څاروي تلف او ۹۵۸۶۱ جریبه کرنيزه ځمکه هم تخريب شوې.

هغه وايي: « په افغانستان کې له اختره را وروسته د ورښتونو او سېلابونو لړۍ روانه ده. په ټول افغانستان کې نږدې ۷۰ کسانو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ژوبل شوې دي، همداراز ۲۶۲۷ کورنه په نیمه او بشپړ ډول تخریب شوې دي، درې جوماتونه شهیدان او څلور ښوونځي تخریب شوې، ۲۰۱۷ څاروي تلف شوې او په ټول افغانستان کې نږدې ۹۵۸۶۱ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.»

د سرپرست حکومت چارواکو د ملګرو ملتونو له اړونده ادارو او نورو همکارو موسسو سره سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه بېړنۍ مرسته هم کړې او پر هغو لارو چارو يې خبرې کړې، چې په لړ کې يې زيانمنو شویو ته د مرستو رسېدل ممکن کېدای شي.

سایق زیاتوي: « پرون هم موږ له موسساتو سره جلسه درلوده او په هغې کې مو داسې پلان ونیو چې ټول هغه هېوادوال چې زیانمن شوي او د هغوی چې ژوند یې ژغورل شوی، ستونزې به یې له موسساتو سره په ګډه حل کوو، ټولې اړتیاوې به یې په پام کې نیسو، ان شاءالله لومړی به د دوی سروی کېږي له سروی وروسته به د دوی د خوراک او پوشاک ټولې اړتیاوې پوره شي، که کرنیزې ځمکې یې تخریب شوې وي په دې برخه کې به هم ورسره مرسته وشي او پوره پوره همکاري به ورسره کوو.»

د مالوماتو له مخې، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په لوېدیځ او په ځانګړې توګه هرات کې خلکو ته زيات زيان اوښتی.

ځايي مسوولین وايي، د ورښتونو او سېلابونو له امله په هرات کې ۲تنه مړه شوي او په اوبې، ادرسکن، چشت شریف او انجیل ولسوالۍ کې  د کرنيزو ځمکې له تخریبېدو سربېره شاوخوا ۸۰ کورونه هم ویجاړ شوي او ۲سوه څاروي تلف شوي دي.

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس وايي: « له بده مرغه هرات کې د وروستیو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي، په یو شمېر ولسوالیو کې په لوړه کچه ځمکې تخریب شوې دي.»

له حکومتي ادارو سربېره د ملګرو ملتونو د بشري مرستوهمغږي کوونکې ادارې (اوچا) هم په ولايتونو کې خلکو ته اوښتی مالي او ځاني زيان تائيد کړي.

دې ادارې ډاډ ورکړی، چې زيانمنو شویو کورنيو ته به له اړتيا سره سمې پر وخت مرستې ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist