Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هېري: افغانستان کې مې د خپل ماموریت پر مهال ۲۵ تنه وژلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/08

د بریتانیا شاهي کورنۍ غړی شهزاده هیري په خپل لیکلي کتاب کې اعتراف کړی  دی،چې ۲۵ تنه افغانان یې په خپل لاس وژلي دي اود دوی له وژنې یې خوند اخېسته .

دغه راز هېري ویلي، دغه کسان یې هغه مهال ووژل،چې کله یې په افغانستان کې نظامي ماموریت درلود او شطرنج دانو په څير یې له خپلې مخې لرې کړي دي. 

هغه زیاته کړې:« دا داسې کوم معلومات نه وو،چې ما یې په اړه  غرور کړی وي او نه یې د شرم احساس راکړی. کله چې ما خپل ځان د جګړې په ډګر کې ګرم او په ګډوډۍ کې ډوب ولید، ما دې ۲۵تنو ته د خلکو او انسانانو په څیر فکر نه کاوه. دا د شطرنج دانې وې،چې له تختې لیرې شوي. بد خلک مخکې له دې چې ښه خلک یې وژلي وی، له منځه یوړل شي.» 

اوس د بریتانوي شهزاده دغه اعتراف ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي او نوموړی د افغانانو قاتل ، د بشرحقونو ناقض اوجنګي جنایتکار یاد شوی دی. 

افغانان د هیري اونورو هغو کسانو،چې  په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي، دمحاکمې غوښتنه یې کوي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، شهزاده هیري باید په نړیوالو محاکمو کې محاکمه شي،ځکه نوموړي ۲۵ بې ګناه افغانان وژلي دي. 

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي:« پرنس هري او د افغانستان د جنګي جنایتکارانو په شمول دا ټول باید نړیوالو محاکمو کې محاکمه شي.د افغان ولس غوښتنه ده،ځکه بې ګنان وکړي وژل شوي دي.» 

اوس د بشري حقونو له نړیوالو ادارو او سازمانونوغوښتنه داده،چې له شهزاد هیري دې وپوښتي،چې په کوم دلیل یې ۲۵ افغانان وژلي دي. 

افغانان وايي،د بشري حقونو په نوم ادارې د افغانانو پر وړاندې دوه مخې پالیسي لري،له بشر حقونو د سرغړونې په تور پر افغانانو نیوکې کوي،خو هغه غربیان،چې په خپلو بشري جنایتونو اعتراف هم کوي، لاهم ازاد ګرځي. 

د سیاسي  چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د بریتانیا شهزاده اعتراف د افغانستان خلکو د وژنې په اړه د افغانستان له خلکو سره ستره جفا او خیانت شوی دی،خو اوس پوښتنه داده،چې نړۍ له افغانستان سره د بشر حقوقو تر  نامه لاندې ولې دوه مخې پالیسي لري،هغه سازمانونه او محاکم چې په نړۍ کې بشر حقونو چغې وهي، ایا اوس له غه شهزاده پوښتنه کولی شي،چې تا په کوم دلیل دغه ۲۵ افغانان ووژل.» 

اسلامي امارت د هیري په نوم د بریتانوي شهزاده  له خوا تازه اعتراف، چې ګني په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال  ۲۵ افغانان  وژلي،دا څرګندوي چې دغه ډول جنایات یوازې تر هيري پورې منحصر نه دي، بلکې هراشغالګر هېواد زموږ په هیواد کې د دا ډول جنایاتو کیسې لري.

اسلامي امارت مطبوعاتي څانګې لیکلي،په تاسف سره غربي نړۍ چې ځان د بشري او انساني حقوقو مدافعین ګڼي،خو د عمل په میدان کې بیا په لوړه کچه دا ډول اخلاق لري.

‏ افغانان به د مسلمان ازاد ملت په توګه د دوی دغه ډول جنایات هېڅکله هېر نه کړي او د خپل دین او هېواد د ساتنې روحیه به تل ژوندۍ ساتي. 

د اسلامي امارت مهم غړي انس حقاني بیا شهزاده هېري په غبرګون کې ویلي،هغوی چې تا وژلي د شطرنج مهرې نه  بلکې  انسانان وو او ستا دا جنایت به د تاریخ حافظه کې پاتی وي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist