Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هیدر بار: له اسلامي امارته غواړو پر افغانانو د سفر بندیزونه  لرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/16

افغانستان ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي د سفر په درشل کې د بشري حقوقو نړیوال سازمان ښځو برخې مشرې هیدر بار وايي، بهر ته د افغانانو  او په ځانګړي ډول د ښځو پر سفر بندیزونه باید لیري شي.

هیدر بار له فلیپو ګراندي غوښتي،چې د اسلامي امارت  له خوا بهر ته د افغانانو  او په ځانګړي ډول د ښځو پر سفر لګېدلي محدودیتونه لغوه د خپل سفر په اجنډا کې یې ونیسي.

هیدر بار زیاته کړې:« طالبان وهڅوئ،چې پر ټولو هغو کسانو چې غواړي، له افغانستانه ووځي،محدودیتونه دې ور څخه لري کړي.»

په ورته وخت کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې  بیا وايي، په افغانستان کي ډېری داسې مېرمنې شته دی، چې محرم نه لري او اړې دي،چې  پرته له محرم ښار او بازار ته ووځي او یا هم  بهر سفر وکړي.

د ښځو حقونو فعاله سحرساحل  وايي:« طالبان باید دا ومني، په تېرو ۲۰ کلونو کې مو چې کومې جګړې له دوی سره کړې، داسې ښځې شته دی،چې خپل مېړونو یې له لاسه ورکړي، میندو خپل زامن له لاسه ورکړي او داسې کورنۍ هم شته دی،چې هېڅ محرم نه لري او خپله ښځې یې سرپرستې دي. کله چې دوی نه غواړي، یوه ښځه له کوره بهر له محرم پرته ووځي او یا هم سفر ونه کړي، نو دا فساد ته لا زمینه برابروي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د اسلامي امارت تعامل له نړیوالو سره مهم دی او له سفرونو د بندیزونو لیري کول به حاکم حکومت ته د نړیوالو پام زیات او د اوسني افغانستان پر وړاندې به د نړیوالو دریځ نرم کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فرهاد اکبري وايي:« هېله مې دا ده،چې د طالبانو له لوري پر سفر  لګول شوي بندیزونه لري کړي، ترڅو هرڅوک خپله ازادي ترلاسه کړي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېنشر فلیپو ګراندي وړمه ورځ د افغانانو د بشري وضعیت څېړلو لپاره افغانستان ته د سفر خبر ورکړی دی.

اسلامي امارت تر دې مخکې په دغه هېواد کې د ښځو پر سفر محدودیتونه وضعه کړي و او ویلي ول،چې له محرم پرته ښځه یوازې هېڅ ځای ته سفر نه شي کولای.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تر یادو انتقادونو وروسته د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، هغه کسان چې قانوني اسناد لري کولای شي، بهر ته سفر وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist