Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هټیوال: کارو بارو مو خراب شوی 

admin by admin
2021/09/30

په کابل کې یو شمېر هټیوال وايي، وړاندې یې کارونه ښه ول، خو په خبره یې د وروستي بدلون له امله یې کاروبار خورا خراب شوی دی.

هټيوال او کاریګر وايي، که بې دندې شوي کسان خپلو دندو ته ونه غوښتل شي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه شي، خلکو ستونزې به لا زیاتې شي.

یو تن هټیوال وايي:« زموږ کارو بار له  اسلامي امارت وړاندې ډېر ښه و، خو  اوس مو کاروبار ډېر اغېزمن شوی او کار مو خراب شوی دی. هېله ده مو دا ده،چې وضعيت ښه شي او کاروبارونه د پخوا په شان شي.»

کابل ښار کې يوازې هټيوال نه دي،چې د بازار له خرابوالي شکایت کوي، بلکې دا لسګونه کسان هغه بې روزګاره دي، چې هره ورځ د کار په لټه د کابل ښار بېلا بېلو څلور لارو ته راوځي،تر څو د يوې ورځې کار له پاره يې کوم څوک بوځي ،خو ډېری یې بې نوا کورونو ته ستنېږي.

یو تن  کاريګر وايي:« که زه درته ووایم،چې سهار راغلی يم، تر اوسه دا دی ولاړ يم، نه کار شته او نه راسره پيسې، ستونزې ډېرې دي او هېواد کې بې کاري ورځ تر بلې په زياتېدو ده.»

یو بل کاریګر بیا داسې وايي:« زه له لوګر ولایت راغلی یم. ۲۵ شپې مې کېږي، ما په دې شپو کې یوازې درې ورځې کار کړی او بس.»

د هټيوالو د ستونزو او بې روزګاره خلکو ته د کار پېدا کېدو په اړه مو د اسلامي امارت د مطبوعاتو له يو غړي بلال کريمي وپوښتل، هغه په دې اړه داسې وویل:« په دې اړه خو ډېرې هېلې شته دی، چې پر ټپه ولاړې پروژې ژر پيل شي، لکه ټاپي او داسې نورې. دولتي مامورين به هم نږدې وخت کې خپلو دندو ته وغوښتل شي او نورمال حالت به وي، که خير وي راشي.»

د عامو خلکو باور دا دی،که اسلامي امارت د اقتصادي وضعيت ښه کېدو په تړاو جدي ګامونه وانخلي، نو لرې نه ده،چې زیات خلک به په قاچاقي لارو د هېواد پرېښودو ته اړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist